امریکا پر ايران د توغنديو ازمويلو په تړاو نوي بنديزونه ولګول

د انځور حقوق IranMOD
Image caption دغه نوي بنديزونه پر تهران د لګېدلو نړيوالو اقتصادي بنديزونو له لرې کېدو يوه ورځ وروسته رامخې ته کېږي

امريکا پر ايران د بلسټک توغنديو ازمويلو کې ښکېلو کسانو او کمپنيو نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکا د اعلان له مخې اووه کسان او درې کمپنۍ د دغه هېواد د بنديزونه نوملړ ته اضافه شوي دي.

د شپږو ايرانيانو سربېره په دغه نوملړ کې د يوه چينايي نوم هم ليدل کېږي. له درېو کمپنيو دوې يې په هانګاګ او درېيمه په متحده عربي اماراتو کې ثبت شوې ده.

دغه نوي بنديزونه پر تهران د لګېدلو نړيوالو اقتصادي بنديزونو له لرې کېدو يوه ورځ وروسته رامخې ته کېږي.

پرون نړيوالو پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه لرې کړې وو او د ايران ولسمشر حس روحاني دا له نړۍ سره د اړيکو يو نوی پړاو بللی و.

وړاندې د اتومي انرژۍ د څار ادارې ويلي وو، ايران د اتومي پرواګرام اړوند هوکړې عملي کېدو ته ټول اړين ګامونه پورته کړي او له همدې کبله پرې لګېدلي اقتصادي بنديزونه پورته شوي دي.

د ايران او امریکا تر منځ د بنديانو د تبادلې په برخه کې څلور امريکايي بنديان هم تبادله شوې وو، چې په دې کې يو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال جېسن رضايان هم شامل و.

د لګېدلو اقتصادي بنديزونو له لرې کېدو سره به ايران نه يوازې هغه په ميلياردونو ډالر تر لاسه کړي، چې کنګل شوي وو، بلکې و به کولای شي په نړيوال بازار کې کې تېل وپلوري.

خو بل خوا د اسراييلو لومړي وزير ويلي ايران اوس هم غواړي اتوم بم جوړ کړي.

ورته مطالب