ويکيپيډيا ۱۵ کلنه شوه/ جورج بوش يې د نوملړ په سر کې

د انځور حقوق Thinkstock

که په انټرنېټ کې څه لټوی، په لومړي سر کې به هرو مرو ویکيپيډیا تر نورو لوړ راڅرګند شي. دغه انټرنټي پاڼه چې "پوهنغونډ" یې بللی شو په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوه چې ډېر ژر به یې ۱۵ کلني ولمانځل شي.

ویکيپیډیا د پنځلسمې کلیزې په مناسبت د هغو پاڼو نوملړ خپور کړی چې ډېرې کتل شوي او یا سمونې په کې شوي دي.

ویکيپیډیا هغه وېبپاڼه ده چې هرڅوک کولی شي په هغه کې سمونې وکړي او يا کوم مطلب په کې خپور کړي.

که له یوې لیکنې سره موافق نه اوسئ کولی شئ هغه ډول ته یې واړوئ چې تاسو یې غواړئ.

د ویکيپیډیا انګریزي پاڼه تر پنځو میلیونو ډېر کتونکي لري او تر اوسه ۸۰۸ میلیون ځلې په کې سمون راوستل شوی دی.

ویکيپیډیا د دغې پاڼې د بنسټ اېښودو په پنځلسمې کلیزې کې پر ویکيپیډیا د ۱۵ هغو وېبپاڼو نوملړ خپور کړی چې تر نورو یې ډېر ځان ته د خلکو پام وراړولی دی او تر نورو ډېر سمون په کې راغلی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د دغه نوملړ په سر کې دی. دغه پاڼه له جوړښته را په دې خوا تر ۴۵ زره ځلو ډېره سمه شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ويکيپيډيا د سمون د نوملړ په سر کې راځي

د ویکيپیډیا په تر ټولو ډېرو کتلو شوو پاڼو کې، د هټلر، باراک اوباما، امريکا، مايکل جکسن او ځينو تلويزيوني کانالونو نومونه هم شته.

د ویکيپیډیا د پاڼې بنسټ اېښودونکي جیمي ویلز بي بي سي ته ويلي چې د دغې پاڼې د کار پیل له ستونزه سره مخ و.

ښاغلی جیمی وايي "د ویکيپیډیا لومړۍ بڼه، نوپیډیا نومېده. سیستم منظم و او مطلبونه به له پاسه د کښته پر لور نوي کېدل. زه د دوو کلونو په ترڅ کې له دغې مسلې سره لاس او ګرېوان وم، پوهېدم چې یوه ډېره پېچلې پروژه ده خو په عین حال کې مې نه غوښتل چې په کې پاتې راشم. "

خو د سمونو کلۍ چې د ټولو په لاس کې وي، ډېرې ستونزې جوړولی شي. ډېري مهال خلک نورو کسانو پورې تړلو پاڼو کې د مهمو پېښو په اړه ناسم معلومات لیکي او ملنډې پرې وهي چې دا د لانجو د پورته کېدو لامل هم ګرځي.

خو د ویکيپیډیا پاڼې بنسټ اېښودونکی جېمي ویلز وايي که تاسو غواړئ د بوختوونکو بدلونو په راوړلو خپل ملګري حیران کړئ، ښه لاره یې دا ده چې دا کار وکړئ او له هغه یو عکس واخلئ او خپل ملګري ته یې واستوئ، خو په اصلي پاڼې کې دغه بدلونونه مه خپروئ چې نور خلک خواشيني نه شي.

د ویکي میډیا بنسټ د ویکيپیډیا په کلیزه کې اعلان کړه چې دغه پاڼه به د تل لپاره تمویل کړي.

همدارنګه دغه بنسټ هیله ښودلې چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د ویکيپیډیا بودیجه سلو میلیون ډالرو ته لوړه شي.

ویکي میډیا د ویکيپیډیا له لوستونکو هر وخت غوښتي چې ویکيپیډیا سره دې په خپله خوښه مرسته وکړي، او همدا لامل و چې په ۲۰۱۴ کال کې د مرستو کچه تر ۷۵ میلیون ډالرو لوړه شوه.