حسن روحاني: ایران له نړۍ سره د اړیکو یوه نوی پړاو ته ورسېد

د انځور حقوق
Image caption د شپږو نړیوالو قوتونو او ایران تر منځ د تېر کال جولای میاشت کې د ایران اتومي پروګرام پر سره هوکړه وشوه

پر تهران د لګېدلو بندیزونو له لرې کېدو څو ساعته وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، ایران له نړۍ سره د اړیکو یوه نوي پړاو ته رسېدلی.

د پریس ټي وي رپوټ کې د ایراني ولسمشر له قوله ویل شوي، چې ' د دغې هوکړې له کبله هېڅ یوه هېواد ته زیان نه دی رسېدلی.'

ډېری لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو لرې کېدو هرکلی کړی، خو اسراییلي لومړي وزیر ویلي ایران اوس هم غواړي اتومي بم جوړ کړي.

له دې مخکې د اتومي انرژۍ د څار ادارې' ای اي اې اي ' ویلي و ایران د اتومي پروګرام اړوند هوکړي عملي کېدو ته ټول اړین ګامونه پورته کړي او له همدې کبله پرې لګېدلي بندیزونه پورته شوي دي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موګیرني پر ایران د لګېدلو بندیزونو لرې کولو پر مهال ویانا کې وویل: ' ایران د اتومي پروګرام هوکړې اړوند خپلې ژمنې پوره کړې دي.'

د لګېدلو بندیزونو له لرې کېدو سره به ایران نه یوازې هغه میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي، چې کنګل شوي وو، بلکې و به کولای شي په نړیوال بازار کې نفت وپلوري.

مېرمن موګیرني ویانا کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، ' دغې هوکړې سره به په سیمه ییزه کچه سوله او ثبات ته ګټه ورسیږي.'

د نوموړې په وینا ' ایراني چارواکو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې له مسوولینو سره همکاري کړي' او د نړۍ خوندیتوب لپاره یې د ایران اقداماتو ستاینه وکړه.

د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري د بندیزونو لرې کېدو وروسته ویانا کې د خبرو پر مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دغه پرېکړه تاریخي وبلله.

نوموړي د ایران خلکو ته مبارکي ورکړه او وايي د ايې د هېواد لپاره د خوښي ورځ ده.

د انځور حقوق AP
Image caption د دغې هوکړې له کبله هېڅ یوه هېواد ته زیان نه دی رسېدلی حسن روحاني

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي د دوی کارکونکو تایید کړې، چې ایران په دې اړه ټول ګامونه پورته کړي.

د یادې ادارې مشر په وینا ' نن د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ورځ ده '

د شپږو نړیوالو قوتونو او ایران تر منځ د تېر کال جولای میاشت کې د ایران اتومي پروګرام پر سره هوکړه وشوه، چې هدف یې د ایران د اتومي وسلو رغولو وړتیا له منځه وړل دي.

بل لور ته د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان له لوري پر ایران د لګېدلو بندیزونو لرې کېدو له اعلان وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني خپلو هېوادوالو ته مبارکي ویلي.

نوموړي په خپل تویټر پیغام کې ویلي '' د الله تعالی شکر ادا کوم او د ایراني ولس د عظمت درناوی کوم.''

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم پر ایران د بندیزونو لرې کېدو هرکلی کړی.

ویانا کې د خبرو پر مهال جان کېري وویل، 'ایران دې لړ کې خورا مهم ګامونه پورته کړي، چې له دې وروسته امریکا او اروپايي اتحادیې هم اقتصادی بندیزونه پورته کړي دي.'

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل:

''ټوله دنیا او په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې موږ او زموږ اتحادیان خوندي شوو.''