د پاريس ښار بريدونو په تړاو مراکش کې شکمن کس نيول شوی

د انځور حقوق AP

د مراکش چارواکي وايي يو بلجيمی چې له اره د مراکش دی، د پاريس ښار د بريدونو په تړاو نيولي دي.

د مراکش د کورنيو چارو وزارت وايي دغه کس د دار البيضا سيمه کې نيول شوی دی.

د چارواکو په وينا شکمن کس له سوريې څخه د ترکيې له لارې جرمني، بلجيم او هالنډ ته تللی و.

د مراکشي چارواکو په وينا ياد شوي کس د "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تر يو ځای کېدو وړاندې له "النصره ګروپ" سره يو ځای په سوريه کې جنګېده.

د پاريس ښار بريدونه تېر کال د نومبر پر ۱۳ نېټه د يو لړ وسله والو او ځانمرګو اورپکو له خوا ترسره شوي وو، چې ۱۳۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ور کړی و.

د يادوو شويو بريدونو پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې وه.

د مراکش د کورنيو چارو وزارت د دغه کس نوم نه دی ښودلی خو وايي دغه شخص له سوريې څخه له يوه ځانمرګي بريدګر سره يوځای سفر کړی و.

د پاريس له بريد پنځه ورځې وروسته د فرانسې پوليسو د بريدګرو په لټون کې پر يوه ودانۍ چاپه وهلې وه، چې په ترڅ کې يې د دې بريدونو پلان کوونکی عبدالحميد اباعود وژلی و.

وړاندې پوليسو ويلي وو، چې په دغه جګړه کې د ۲۷ کلن عبدالحميد اباعود مخ او بدن د ډزو له امله خراب شوی و، خو د ګوتو د کرښو له امله وروسته پېژندل شوی و.

ورته مطالب