امریکا 'عراق کې د خپلو نادرکه شویو اتباعو' لټه کوي

د انځور حقوق a

عراق کې د امریکا سفارت تایید کړې ده چې "څو" امریکایان په دې ښار کې لادرکه شوې دي.

پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت له خوا تر هغه وروسته ویناپاڼه خپرېږي چې العربیه شبکې د خپلو سرچینو په حواله رپوټ ورکړ ښايي اورپکو "درې امریکایان" برمته کړې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم ددې خبر په تایید سره ویلي وو، "موږ د عراقي چارواکو له بشپړې همکارۍ سره هڅه کوو دا کسان راپیدا کړو."

بغداد کې یوه چارواکي سي ان ان شبکې ته وویل، درې قراردادیان د جمعې په ورځ نادرکه شوې دي.

دغه چارواکي وویل: "یوه شرکت د جمعي په ورځ د خپلو درېیو کارکوونکو د ورکېدو راپور ورکړی. هغوی امریکایي قراردادیان دي. موږ دا راپور ارزوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل، "په بهر کې د امریکا د اتباعو امنیت او ساتنه د دولت په لومړیتوبونو کې ده."

بغداد کې د بي بي سي خبریال جیم میور په خبره، د عراق په امنیتي ناستو کې ناتایید شوي راپورنه اورېدل کېږي چې ښيي درې امریکایان له خپل عراقي ژباړن سره د بغداد په جنوبي څنډه کې تښتول شوې دي.

زموږ د خبریال په خبره، که دا انسان تښتونه رښتیا وي، نو د عراق د پرمختګ او ټیکاو لپاره به لوی زیان وي.

په ۲۰۱۱ کال کې له عراق نه د امریکایي پوځیانو تر وتلو وړاندې، ځېنې لویدیځوال د شیعه او سني تندلارو ډلو لخوا تښتول کېدل او وژل کېدل، خو زموږ د خبریال په خبره، له هغه مهال راهیسې بیا داسې پېښه نه وه رامنځته شوې.