۱۳ کلونو کې لومړی ځل د يوه بېلر تېلو بيه له ۲۸ ډالرو ټيټه شوې

Image caption دا په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د يوه بېلر تېلو بيه له ۲۸ ډالرو ښکته کېږي

پر ايران د نړيوالو اقتصادي بنديزونو له لرې کولو وروسته په نړيوال بازار کې د تېلو بيې په بېساري کچه رالوېدلې دي.

دوشنبې (۱۸ جنوري) د يوه بېلر خامو تېلو بيه له ۲۸ ډالرو هم ښکته شوې وه، خو وروسته بيا دغه قېمتونه لږ پورته شول.

دا په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د يوه بېلر تېلو بيه له ۲۸ ډالرو ښکته کېږي.

له ايران سره تر اتومي پرېکړې وروسته پر دغه هېواد د تېرو ۴۰ کلونو لګېدلي بنديزونه پورته شول، چې له کبله يې په نړيوال بازار کې د تېلو بيې را وپرځېدې.

شنوونکي وايي، پر ايران د لګېدلو اقتصادي بنديزونو له لرې کېدو وروسته کېدای شي د خامو تېلو بيې نورې هم ښکته شي.

د اقتصادي بنديزونو له لرې کولو وروسته کېدای شي، ايران هره ورځ ۵۰۰ زره بېلره اضافه تېل توليد کړي.

د امريکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې په وينا، ايران په نړۍ کې د ډېرو تېلو د زېرمو په لرلو سره په څلورم نمبر راځي.

نړيوال بازار کې د تېلو قېمتونه په تېرو ۱۸ مياشتو کې له ۷۰ ډالرو کم شوي دي. د شننونکو په وينا اوس مهال د تېلو د اړتيا په پرتله هره ورځ يو ميلیون بېلره زيات تيل توليدېږي.

د تېلو د بيو راپرځېدو له امله په عربي نړۍ کې چې د تېلو لوی توليدونکي هېوادونه دي هم ونډې راپرځېدلې دي چې پر بازار يې بد اغېز اچولی دی. د قطر د ونډو بازار کې ۷ سلنه او د دوبۍ ۴ سلنه ټيټوالی راغلی دی.

وړاندې د تېلو صادروونکې ډلې اوپېک ويلي وو، اټکل کوي، د تېلو بيې به و رغېږي او د ۲۰۲۰ کال په رسېدو به د يوه بېلر تېلو بيه ۷۰ ډالرو ته ورسېږي.

ورته مطالب