د چين ولسمشر سعودي ته تللی

د انځور حقوق Reuters

د چين ولسمشر شي جين پينګ منځني ختيځ ته په خپل لومړي سفر کې سعودي عربستان ته تللی دی.

ويل کېږي د سعودي مرستيال وليعهد محمد بن سلمان او د دفاع وزير د چين د ولسمشر هرکلی کړی دی.

د سعودي دولتي تلويزيون د عربستان د پاچا ملک سلمان او د شي جين پينګ د ليدنې تصويرونه خپاره کړي دي.

د چين ولسمشر به د سعودي چارواکو سره تر ليدنې وروسته مصر او بيا ايران ته ځي.

په تېرو څو اوونيو کې د ايران او سعودي تر منځ اړيکي ترينګلي شوې دي، چين له سعودي او ايران دواړو تېل پېرې او د دواړو هېوادونو په کړکېچ کې بېطرفه دی.

د تجارت په برخه کې چين د سعودي عربستان مهم شريک ګڼل کېږل او په ۲۰۱۴ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۶۹ ميليارده ډالرو راکړه ورکړه شوې وه.

کله چې سعودي، شيعه ديني عالم نمر النمر اعدام کړ او په تهران کې د سعودي پر سفارت قهرجنو ايرانيانو بريد وکړ، د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتريخوالی خطرناکې کچې ته لوړ شو.

د رياض او تهران تر منځ د اړيکو خرابېدو له امله سعودي له ايران سره ډېپلوماټيکي اړیکي وشلول او خپل ډېپلوماټان يې له تهران څخه ويستل.

له دې وروسته د سعودي عربستان ملګرو هېوادونو کويت، قطر، متحده عربي اماراتو، جيبوتي، سوډان او بحرين هم د ايران پر ضد ډېپلوماټيک ګامونه پورته کړل.

شننونکي وايي سعودي ته د چين د ولسمشر سفر کېدای شي د ايران او سعودي تر منځ د خرابو اړيکو د ښه کولو په موخه وي.

ورته مطالب