"د تېلو بيې به د روان کال په نيمايي کې لوړې شي"

د انځور حقوق Petrobras ABr
Image caption شننونکي د تېلو بيو لوېدل پر ايران د بنديزونو لرې کېدل او د تېلو زيات توليد بولي

د بريتا د تېلو شرکت (بي پي) مشر وايي، د روان کال په نيمايي کې به د تېلو قېمتونه بېرته پورته شي.

د بي پي شرکت مشر باب ډاډلي وايي، په امریکا او چين کې د تېلو زياتېدونکې غوښتنې او په امریکا کې د تېلو د توليد راټيټېدل به د تېلو قېمتونه جګ کړي.

نوموړي د بي بي سي د اقتصاد برخې مشر کمال احمد ته ويلي، تېر کال د تېلو قېمتونه ټيټ وو او په وينا يې فکر کوي، د تېلو بيې به د يو څه وخت لپاره ښکته وي، خو دا قېمتونه به تل ټيټ نه وي.

د خامو تېلو بيې په تېر يوه کال کې ډېرې ټيټې شوې وې او په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل و، چې د يوه بېلر تېلو بيه له ۲۸ ډالرو ښکته شوې وه.

شننونکي د تېلو بيو لوېدل پر ايران د بنديزونو لرې کېدل او د تېلو زيات توليد بولي.

د بي پي، مشر ويلي لکه څنګه چې کارپوهان وايي له احتماله لرې نه ده، چې د يو بېلر تېلو بيه تر ۱۰ ډالرو را ولوېږي، خو دا بيې به داسې ټيتې پاتې نه شي.

ښاغلي ډاډلي وړاندوينه کړې، چې د روان کال په نيمايي کې به د يو بېلر تېلو بيه له ۳۰ تر ۴۰ ډالرو ورسېږي. دی وايي کېدای شي دا بيې تر راتلونکي يوه کال پورې ۵۰ ډالرو ته لوړې شي.

وړاندې له دې د تېلو توليدونکې ډلې اوپېک هم وړاندوينه کړې وه، چې د تېلو قېمتونه به لوړ شي. دوی اټکل کړی و، چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د يوه بېلر تېلو بيه ۷۰ ډالرو ته ورسېږي.

د تېلو بيو رالوېدو له امله صادرونکو هېوادونو لکه سعودي، ايران او روسيې ته اقتصادي تاوان رسېدلی دی.

ورته مطالب