'اسلامي دولت' نومي ډلې د 'جهادي جان' وژل کېدل تایید کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption بریتانوي څارګرو ادارو په تېر کې محمد اموازي څاره

'اسلامي دولت' نومي سخت دریځې ډلې په خپله یوه خپرونه کې منلي، چې برتانوی ملګری یې چې په جهادي جان مشهور و، نومبر میاشت کې په یوه ډرون برید کې وژل شوی دی.

دابق نومي انلاین مجله کې یادې ډلې د جهادي جان مړینه تایید کړې او وايي د نوموړي اصلي نوم محمد اموازي و.

نومبر کې امریکايي پوځ ویلي و، دوی باوري دي، چې سوریې کې د دوی یوه ډرون برید کې وژل شوی کس د 'اسلامي دولت' نومي ډلې برتانوی غړی محمد اموازي دی.

انلاین مجله کې اموازي، چې کویت کې زېږېدلی و، د ابومغرب المهاجر په نوم یاد شوی دی.

Image caption محمد اموازي د یو شمېر تښتول شویو کسانو د وژلو پر مهال اخیستل شویو ویډیوګانو کې لیدل شوی و

د اسلامي دولت نومي ډلې په وینا جهادي جان د نومبر په ۱۲ د ډرون برید کې وژل شوی دی.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت مطبوعاتي سکرتر پېټرکک ویلي و، چې د جهادي جان ګاډی د سوریې په الرقه کې په نښه شوی دی.

د امریکایانو په وینا اټکل کېږي، چې په نښه شوي ګاډي کې له جهادي جان سره یو بل کس هم ناست و.

محمد اموازي په هغو ویډیوګانو کې لیدل شوی و، چې د امریکايي ژورنالست سټېون سوتلوف او جیمز فولي، برتانوي مرستندوی ډېوډ هینز او الن هیننګ، امریکايي مرستندویه فعال عبدالرحمان کېسګ او ډېرو نورو تښتول شویو کسانو د وژلو صحنې پکې ثبت شوې وې.

د سږ کال په لومړیو کې بي بي سي ته داسې رپوټونه رسېدلي وو، چې ګواکې د نژدې ۲۵ کلن کویتي الاصله بریتانوي سړی نوم محمد اموازي دی، چې د لوېدېځ لندن اوسېدونکی دی او له اسلامي دولت نومي ډلې سره تړاو لري.

دا هم معلومه شوې وه، چې تېر کې بریتانوي څارګرو ادارو محمد اموازي څارنه کوله، خو د عملیاتي ملوحظاتو له کبله یې د نوموړي پېژندګلوي نه څرګندوله.

د تنخوا ګانو لږول

Image caption کویتي الاصله بریتانوی محمد اموازي یو مهال لوېدېځ لندن کې اوسېد

بل لور ته رپوټونو کې ویل شوي، چې اسلامي دولت نومي ډلې د خپلو وسله والو او نورو غړو معاشونه نیم کړي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار سازمان چې مرکز یې بریتانیا کې دی، دغه ادعا د یادې سخت دریځې ډلې د هغو څرګندونو پر بنسټ کړې، چې وايي د معاشونو کمولو یادوونه پکې شوې.

ویل کېږي، یادې ډلې ویلي، چې د هرغړي معاش کې به لږوالی راشي، که هغه په هر ډول موقف کې وي.

خبریالان وايي، د اسلامي دولت نومي ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې د نفتو پر زېرمو او کارځایونو د هوايي بریدونو له کبله رامنځته شوي اقتصادي زیان دغه ډله اړه کړې، چې دغه ډول ګام پورته کړي.