د افغانستان، امريکا او پاکستان مشرانو په افغان سولې خبرې وکړې

د انځور حقوق .

د افغانستان، امريکا او پاکستان مشرانو افغانستان کې د سولې په تړاو په څلور اړخيزه هڅو خبرې کړې دي. افغان ولسمشر اشرف غني، د امريکا د ولسمشر مرستيال، جو بايډن اود پاکستان لومړي وزير په سويس کې د نړيوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډو کې د ليدنې پر مهال په افغان سولې غږېدلي دي.

که څه هم په دې اړه ډير تفصيل نه دى ښکاره شوى،خو د پاکستان د لومړي وزير دفتر يوې اعلاميې کې راغلې دي چې دې ليدنې کې د امريکا د بهرنېو چارو وزير جان کيري اود پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار هم برخه درلوده.

د اعلاميې ترمخه درې واړو مشرانو د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان لخوا په افغانستان کې د سولې د پروسې د راژوندۍ کولو په تړاو هڅو باندې ډاډ وښود.

دا هڅې د جنورۍ له مياشتې اسلام اباد کې لومړنۍ غونډې سره پيل شوي. دويمه غونډه په کابل کې وه اودريمه به بيا د فرورۍ په مياشت کې پاکستان کې کېږي.

د پاکستان د لومړي وزير د دفتر اعلاميې کې راغلې دي چې ټولو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د سولې او روغې جوړې په موضوع به خپل ټول پام راغونډوي.