"پرباچاخان پوهنتون دبريد مسولين په افغانستان کې دي"

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې خيبرپښتونخوا کې د باچاخان پر پوهنتون د بريد تنظيمونکي په افغانستان کې دي.

د پوځ وياند وايي چې د پاکستان لوى درستيز، جنرال راحيل شريف، د افغانستان لوړ رتبه مشرانو سره په تيليفوني تماسونو کې ددې بريد د مسولينو معلومولو او پرضد يې د گام اخېستو غوښتنه کړې ده.

د چارشنبې د ورځې دې بريد کې ٢١ کسان وژل شوي وو. بريد کې څلورو وسله والو برخه درلوده چې په پوځي عملياتو کې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په ټويټر خپل پيغام کې ليکلي دي چې " له پلټنو او ثبوتونو معلومه شوې ده د چارشنبې په ورځ پر پوهنتون بريدکوونکي افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د لاقانونه گرځول شوي غورځنگ يو غړي سره په تماس کې وو".

ده ادعا وکړه چې" بريد کوونکو ته افغانستان څخه په موبايل تيليفون لارښوونه کېدله".

ده وويل چې افغان ولسمشر، اشرف غني، اجرايه ريس عبدالله عبدالله او افغانستان کې د بهرنېو ځواکونو قوماندا ن جنرال کېمبل سره تيليفوني خبرو کې جنرال راحيل شريف د پېښې په اړه تفصيل او پلټنې شريکې کړې. افغان حکومتي سرچينو په رسمي ډول تردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا ايالت پوليسو ويلي دي د صوبې په بېلابېلو برخو کې ددې بريد وروسته د لټون د عملياتو پر مهال ٦٠ شکمن کسان نيول شوي دي. حکومتي سرچينې وايي دا کسان په چارسدې او سوات کې نيول شوي دي. دا سرچينې وايي نيول شوو کسانو څخه يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي.