المان وايي د انساني قاچاق وړونکو پر ضد بايد نور گامونه واخېستل شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د المان او ترکيې چارواکو نن په برلن کې د کډوالو په مسلې خبرې وکړې.

د المان چانسلرې ويلي دي انساني قاچاق وړونکي بايد پرېنښودل شي چې د هغه کډوالو له حالت څخه گټه پورته کړي چې غواړي اروپا ته ځان ورسوي.

انگيلا مرکيل له هغې وروسته چې نن له ٤٠ زيات کډوال ترکيې نه يونان ته د سمندر له لارې داخلېدو د هڅې پر مهال سمندر کې مړه شول خبرې کولې. د مړو شوو نيماي يې کوچنيان وو.

د کډوالو په چارو نن الماني او ترکي چارواکي برلن کې وغږېدل.

د ترکيې لومړي وزير، احمد داود اوغلو سره اغلې مرکيل وويل چې ترکيې ته به د خپلو پولو د کنترول سختولو په بدل کې له درې مېليارده ډالرو زياتې پېسې ورکول کېږي.

ددې نه وړاندې د فرانسې لومړي وزیر خبرداری ورکړی وو که اروپا ته هر راتلونکی کډوال ومنل شي نو اروپايي ټولنه به ورسره بې ثباته شي. ښاغلي منویل ویلاس بي بي سي سره مرکې کې وويل د کډوالو بحران د اروپايي ټولنې راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي.

ښاغلي ویلاس د جرمني لومړۍ وزیره په دې خاطر چې د خپل هېواد دروازې یې د کډوالو پر مخ پرانیستې دي زړوره وبلله،خو خبرداری یې ورکړ چې دغه ډول تګلاره به د کډوالو شمېر ډېر کړي.

اروپا ته ډیری کډوال د ترکیې له لارې ځي او جرمني غواړي چې ترکیه د اروپايي ټولنې له خوا د پیسو او ځینو امنتیازیاتو په بدل کې د خپلو پولو کنترول سخت کړي. په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې یو مېلیون کډوال اروپايي هېوادونو ته راغلي دي او په دې ترڅ کې اوس هم هره ورځ زرګونه کسان اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.