د واورې توپان سره ختیځې امریکا کې بیړنی حالت اعلان شوی

د انځور حقوق Getty

د امریکا متحده ایالتونو په ختیځ کې د بېړني حالت اعلانېدو سره هممهاله، توپان پیل شوی دی چې اټکل کېږي د واورې او باران نوی ریکارډ به جوړ کړي.

د ختیځې امریکا په وخت د جعمې په ورځ (جنورۍ ۲۲مه) له غرمې وروسته د باران د پیل په لومړیو ساعتونو کې، ددې توپان اړوند پېښو کې ۸ کسان مړه شوي دي.

د امریکا ختیځو ایالتونو کې له ۵۰ میلیونو ډېر اوسېدونکو د چارواکو تر خبردارۍ وروسته تېرو څو ورځو کې د واورې توپان له احتمالي ناورینونو سره د مقابلې لپاره ځان ته اړین توکي برابر کړل.

د امریکایي هواپېژندنې رادارونو ښودلې چې د امریکا په سوېل کې د ارکنزاس ایالت څخه شمالي ایالت ماسوچوست پورې به همداسې هوایي حالت وي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ زرګونه الوتنې لغوه شوې او سیمه ییزو چارواکو له خلکو غوښتي په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د انځور حقوق Getty

د واشنګټن او څېرمه سیمو مټرو شرکت د اطلاعیې په خپرولو سره ویلي، د شنبې او یکشنبې په ورځ به ددوی فعالیت بند وي.

په پلازمېنه واشنګټن کې ښووڼځي او دولتي مرکزونه د جمعې په ورځ رخصت وو.

د واشنګټن ښاروال موریل باوزر، د ښار اوسېدونکو د ۸۰ کیلومتره پر ساعت د بادونو لګېدو خبرداری ورکړی دی.

مېرمن باوزر ویلي: "غواړم په څرګنده ووایم چې موږ د یوه لوی توپان تمه لرو چې پایلې یې خطربانکې دي."

په واشنګټن کې د واورې ورېدو لوی ریکارډ په ۱۹۲۲ کال کې ثبت شو چې نږدې ۷۱ سانتی متره واوره پکې ورېدلې وه.

د انځور حقوق epa

هواپېژندونکو خبرداری ورکړی چې دا توپان کولی شي نن او سبا (جمعه او شنبه)، دا ریکارډ مات کړي. کارپوهانو په واشنګټن او ورڅېرمه سیمو کې د ۷۶ سانتي مترې واورې ورېدو وړاندوینه کړې ده.

ورته مطالب