د م.م. د امنيت شورا کابل کې د رسنيو پر کارکوونکو بريد وغندلو

د انځور حقوق Reuters

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د تېرې چهارشنبې "ترهګریز برید" د عاملانو، طراحانو او مالي ملاتړ کوونکو د عدلي تعقیب غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدکوونکي په کابل کې د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو بس موټر په نښه کړى و چې په پایله کې یې اووه کسان وژل شوي او لږ ترلږه ۲۵ نور ټپیان شوي وو. طالبانو ددې برید مسوولیت پرغاړه واخست. د امنیت شورا غړو دغه برید په کلکو ټکو وغندلو، ددې شورا د خبرپاڼې له مخې، نه یواځې یې ملکي وګړي په نښه کړي بلکه افغانستان کې یې د بیان پر ازادۍ هم برید کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، هېڅ ترهګریز برید نشي کولی افغانستان د سولې، دیموکراسۍ او ټیکاو څخه راوګرځوي، کومه لاره چې د افغانستان د خلکو او نړۍ لخوا یې ملاتړ کېږي. د امنیت شورا له خپلو غړو غوښتي، د بین الملل اړیکو د قانون له مخې او ددې سازمان د پرېکړه لیکونو په پام کې نیولو سره د افغانستان له دولت سره فعاله مرسته وکړي. د تېرې چار شنبې دې برید، په کور دننه او بهر جدي غبرګونونه راوپارول.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې له مخالفو وسله والو ډلو وغوښتل په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول ودروي. د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وویل، ددې هېواد رسنۍ به د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو برید ځواب ورکړي او له دې "ترهګرې ډلې" سره به د رسنیو اړیکو کې د پام وړ بدلون راشي. دا برید څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د افغانستان د "طلوع" او "یک" ټلویزیونونه د کندوز جګړې پرمهال پر نه بې طرفۍ تورن کړل او اعلان یې وکړ چې ددې شبکو دفترونه او کارکوونکي دوی ته پوځي هدفونه دي.