امريکا افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د داعش په نښه کولو اجازه ورکړه

د انځور حقوق AFP

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت (پنتاګون) تایید کړې ده چې په افغانستان کې یې خپلو قومندانانو ته د داعش پرضد د پوځي عملیاتو اجازه ورکړې ده. دا لومړی ځل دی چې امریکا له عراق او سوریې بهر پر داعش د خپلو پوځي عملياتو داجازې خبره کوي.

د پنټاګون ویاند ددې پرېکړې د اعلانولو پر مهال ددې د څرنګوالي یا په افغانستان کې له داعش سره د امریکایي پوځیانو جګړې د پروګرام او واکونو د محدودې په اړه نورمعلومات ورنکړل. خو ویاند وویل دا پرېکړه په دې معنا دی چې امریکایي پوځيان به اوس کولی شي د هرې هغه ډلې پر ضد ګام پورته کړي چې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښوي، لکه د اسلامي دولت (داعش) نومې ډله او د هغې د خراسان په نوم څانگه، چې پنټاګون وایي په تېر یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحيد سيمو کې يې فعاليت کوي. افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عملیاتي واکونو د پراخولو پرېکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده ،چې سپینې ماڼۍ په ۲۰۱۴ کال کې په رسمي توګه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت پای ته ورسوه.

بلخوا امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ددې نه وړاندې یوه راپور کې ویلي چې دا فرمان د ولسمشر باراک اوباما لخوا تېرو دوو اونیو کې ورکړل شوی او لامل یې هم دا وو چې واشنگټن د افغانستان په ځینو سیمو کې د جهادي ډلو له پیاوړې کېدو اندېښنه لري.

څو اونۍ وړاندې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمبل ویلي وو چې له باراک اوباما به وغواړي تر هر وخته چې امکان ولري په افغانستان کې ډېر امریکایي پوځیان پرېږدي.

ښاغلي کېمبل د تېرکال په وروستي میاشت کې ویلي وو، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې هېواد د ۹۸۰۰ امریکایي پوځیانو پاتې کې حیاتي دي او تر ۲۰۱۷ کال لومړیو پورې ۵۵۰۰ کسانو ته ددې سرتېرو شمېر کمول ښایي وځنډېږي. داعش افغانستان کې 'ولسي ملاتړ نه لري' بلخوا د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د داعش په څېر وسله والې ډلې افغانستان کې "ولسي ملاتړ نه لري" او نه شي کولی له د "مذهبي تفرقې" کارونې څخه ګټه واخلي.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۱مه) وویل: "هغوی (داعش) دلته هېڅکله د طالبانو په څېر ځواکمن شوي نه دي. هغوی دلته ملاتړ نه لري. په نورو هېوادونو کې (دې ډلو) له مذهبي اختلافاتو ګټه پورته کړې ده، خو افغانستان کې خلک د ترهګرو ډلو پروړاندې سره یو موټي دي."

په تېر یوه کال کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش پیاوړې کېدو راپورونه خپاره شوې دی. په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ سختې جګړې شوې دی.