له اولمپیک سیالیو مخکې د زکا ویروس مخنیوي پلان اعلان شو

د انځور حقوق AFP
Image caption د سږ کال اګست کې به برازیل کې اولمپیک سیالۍ تر سره کېږي

برازیل چارواکو د اولمپیک لوبو پر مهال د زکا ویروس خپریدو د مخنیوي لپاره پلان اعلان کړی.

د دغې ناروغۍ خپرېدو له کبله، چې له غوماشو رامنځته کېږي، په برازیل او شاخوا هېوادونه کې اندېښنې راپورته شوې دي.

دغه ویروس د غوماشو په وسیله خپریږي او له کبله یې د ماشومانو زېږون کې نیمګرتیاوې لیدلې شوې.

چارواکي وايي ریو کې به د سږ کال اولمپیک لوبو له پیله څلور میاشتې مخکې ارزونه پیل شي او د غوماشو پیدا کېدو سرچینې به له منځه یوړلې شي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د زکا ویروس له کبله معیوب ماشومان زيږي

دوی وايي، دې سره به د سیالیو پر مهال هم نظافت ته پام کېږي.

خو وايي د لوبغاړو روغتیا ته په پام سره به د غوماشو وژلو لپاره یوازې په یو شمېر ځانګړو سیمو کې لوګي خپریږي.

چارواکي وايي دغه لوبې د اګست میاشت کې داسې مهال تر سره کېږي، چې وايي، لږ غوماشي پیدا کېږي او په دغه ویروس د اخته ناروغانو شمېر هم لږ شي.

دغه ویروس ایډیز جیپټي نومي غوماشي د چیچلو له کبله د انسانو بدن ته داخلیږي.

د همدې غوماشې له کبله ډينګي تبه او چکنګنیا ' په تودو هېوادونو کې د غوماشو له کبله خپرېدونکې ناروغي ' هم خپریږي.

دغه ناروغي لومړی ځل ۱۹۴۰ کال کې افریقا کې کشف شوه او اوس د لاطین امریکا هېوادونو کې خپریږي.

د انځور حقوق Divulgacao
Image caption د لوبغاړو روغتیا ته په پام سره به یوازې ځانګړو ځایونو کې د غوماشو وژنې لپاره لوګي خپریږي

ساینسپوهان وايي د دغې ناروغي له مایکرو سیفیلي سره د اړیکي ثبوتونه موندل شوي او له همدې کبله د کوچنۍ ککرۍ لرونکي ماشومان زیږي.

د زکا ویروس له کبله ناروغ په تبه اخته کېږي یا یې هم پر بدن دانې خیږي، خو وايي معمولاً یې علامات نه لیدل کېږي او تر اوسه د د غې ناروغۍ دارو درمل هم نه شته.

یوازینی حل چې تر اوسه د دغې ناروغۍ مخنیوي کې ترې کار اخیستل کېږي، د هغو ولاړو اوبو له منځه وړل دي، چې د غوماشو نسل پکې وده کوي.

دغه ناروغي اوسمهال تر ټولو ډېره په برازیل کې لیدله کېږي، چې دغه هېواد کې له کوچنۍ ککرۍ سره د ماشومانو زېږېدنې لړۍ روانه ده.

له اکتوبر میاشتې تر اوسه دغه ډول څلور زره ماشومان زېږېدلي دي.

امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو کې د عامې روغیتا چارواکو مېندوارو مېرمنو ته مشوره ورکړې، چې برازیل ته سفر و نه کړي.