'ایران کې لسګونه تنکي زلمیان د اعدامېدو په انتظار'

د انځور حقوق AFP

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تفصیلي راپور کې ویلي، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۵ کال پورې لږ ترلږه ۷۳ ځوانان چې جرمونه یې کړي وو، په ایران کې اعدام شوي او لسګونه نور په ورته وضعیت کې د اعدام په تمه دي.

د بشري حقونو دا ډله چې مرکز يې په لندن کې دی، د "د اعدام تر سیوري لاندې لویېدل" تر عنوان لاندې په ایران کې تر ۱۸ کلونو کم عمره زلمیانو د اعدام او مجازاتو په اړه خپل ۱۱۰ مخیز راپور خپور کړی.

د بښنې نړیوال سازمان څېړونکي توانېدلي، د ۴۹ زلمیانو نوم او د اوسېدو ځای په اړه معلومات راټول کړي چې له اعدام سره مخ دي، که څه هم دا ډله وایي، واقعي شمېرې ښایي تردې لوړې وي.

په ۲۰۱۴ کال کې ملګرو ملتونو د هغو تنکي زلمیانو شمېر ۱۶۰ تنه ښوولی وو چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم وو او په ایران کې له اعدام سره مخ وو.

د هغو ۷۳ کسانو له ډلې چې د بښنې نړیوال سازمان وایي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ اعدام شوي، ډېر یې په قتل تورن وو. نور یې د تېري، د نشه یي توکو اړوند یا ملي امنیت جرمونو لکه "محاربه" په تور اعدام شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې ایران کې ۷۵۳ اعدامونو سره خپل اوج ته ته ورسېد.

ایران په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اعدام شمېره پکې لوړه ده او د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر چین وروسته دویم هېواد شو.

د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۳ کال کې ځېنو معرفي شویو اصلاحاتو ته اشاره کړې چې قاضیانو ته د ځوانانو مجرمانو د ذهني بلوغ حسابولو او د خفیفو سزاګانو عملي کولو کې د عمل ډېره ازادي ورکوي.

سربېره پردې د ایران سترې محکمې له همغه مهاله ویلي، د هغو نویو ځوانانو د مجددې محاکمې امکان شته چې د اعدام له سزا سره مخ دي.

د بښنې سازمان لیکلي: "د تر ۱۸ کلونو کم عمره کسانو په اړه ځېنو جزایي اصلاحاتو سره سره، ایران لا هم له نورې نړۍ شاته دی او داسې قوانین یې ساتلي چې نجونو ته له ۹ کلنۍ او هلکانو ته له ۱۵ کلنۍ د اعدام حکم صادرېدو امکان برابروي."

د انځور حقوق BBC World Service

د ایران بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي احمد شهید په یوه راپور کې چې په تېر اکتوبر میاشت کې یې خپور کړ، په ایران کې د اعدام شمېرو له لوړېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې نفوسو ته په کتو په ایران کې د اعدام شمېره تر بل هر هېواد لوړه ده.

د احمد شهید په وینا، د اعدامونو ډېرېدو لړۍ په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوه او په ۲۰۱۴ کال کې ۷۵۳ اعدامونو سره خپل اوج ته رسېدلې ده.

د ښاغلي شهید په راپور کې ویل شوي وو، یو شمېر اعدامونه ظاهرا د نشه یي توکیو اړوند جرمونو پورې تړاو لري او د ۲۰۱۵ کال په لومړي نیمایي کې لږ تر لږه ۶۹ اعدامونه د نشه توکو اړوند وو.

د ښاغلي شهید په خبره، د ایران دولت د ایران د خلکو پر روغتیا او امنیت د نشه یي توکو قاچاق خورا بدو اغیزو ته اشاره کوي او د نشه توکو جرایم په همدې دلیل د جدي جرمونو له ډلې ګڼي.

ورته مطالب