پاکستان کې یو سړی د هند د بیرغ پورته کولو له امله نيول شوى

د پاکستان د پنجاب ایالت په اوکاړه ښار کې پولیسو یو سړی نیولی چې د خپل کور پر سر یې د هند بیرغ پورته کړی وو.

د اوکاړه د پولیسو یوه افسر د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلی، چې عمر دراز نومي سړی د سه شنبې په ورځ نیول شوی دی.

هغه وویل چې عمر دراز د سه شنبې په ورځ محکمې ته یوړل شو، خو قاضي وویل هغه دې د اوس لپاره توقیف خونې کې وساتل شي.

د پولیسو دغه افسر ویلي، پولیسو وروسته له هغه د عمر دراز پر کور چاپه ووهله چې معلومات یې ترلاسه کړل د اوکاړه په یوه کلي کې د هغه پر کور د هند بیرغ رپېږي.

د پولیسو په وینا، عمر دراز ویلي چې دی د هند د کرکټ مشهور ستوري ویراټ کهولي له مینه والو دی او د همدې لپاره یې پر خپل کور د هند بیرغ پورته کړ.