د کډوالو لپاره تياتر: ايا ډرامه په بشري ناورينونو کې د کوچنيانو راتلونکې بدلولى شي؟

Image caption کډوال په تياتر کې خپلې کيسې د ډرامې په بڼه وړاندې کوي.

د کوچنيانو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې، يونېسف، بشري ناورينونو کې را ايسارو کوچنيانو لپاره د مرستې غږ کړی. په دغو ناورینونو کې د خوراکي توکیو پر کموالي او تاوتریخوالي سربېره د ماشومانو د زده کړو او پرمختګ په لاره کې پراته خنډونه شامل دي.

د لندن په شمال کې يو غير دولتي تياتر د کډوالو او پنا غوښتونکو کوچنيانو په منځ کې د همدې ستونزې د لرې کولو لپاره يو پروگرام پېل کړى دى. د دې پروگرام له لارې هغو کوچنيانو سره مرسته کېږي چې په ښوونځيو کې نه دي.

راکېش نارتم يو ١٦ کالن گجراتى دى. هغه هره اونۍ يوځل دې تياتر ته راځي. دى چې په انگليسي ژبې خبرو کې ستونزه لري، وايي " مونږ کيسې کوو، او ډرامې وړاندې کوو، دا زما جرائت زياتوي".

دى دوه مياشتې وړاندې له هندوستانه برتانيا ته راغلى. دا لومړى ځل دى چې هغه تياتر ته ځي. اوس د تياتر امکانات د هغو ستونزو د لرې کولو لپاره کارول کېږي چې د زده کړې او په برتانيا کې د نوي ژوند د پيلولو په برخې کې ورسره هغه مخامخ دى.

Image caption کوچنيانو دا ګوډاګي له زړو ورځپاڼو جوړ کړي دي.

څوارلسن کلنه نورا چې په عربي خبرې کوي وايي " دا داسې ده، چې يو څوک لوبې کوي". نوموړې يوه مياشت وړاندې د بلغاريا له لارې دلته راغلې او له خپل پلار او ورور سره يوځاى شوې ده.

په اروپا کې د کډوالو د ستونزې له پراخېدو سره د دا ډول ورکشاپونو غوښتنې او اړتيا هم زياته شوې ده.

د دې تياتر يو چارواکى، ليم شيا وايي "مونږ په ټوليز ډول ٢٠٠ کوچنيان لرو او تېر يوه کال کې دا شمېر دوه برابره شوې ده".

دى وايي له جولای مياشتې راهیسې دوى خپل ټولگي هم زيات کړي دي. دې کې ډېر هغه کوچنيان دي چې له سوريې، افغانستان ، اريتريا، هندوستان، رومانيا او برازيل څخه راغلي دي.

Image caption د جامو دا بېلا بېل ډيزاينونه د مختلفو کلتورونو ښکارندوي کوي او د دې ښودنه کوي چې کوچنيان له کوم ځاى څخه راغلي دي.

ده بي بي سي ته وويل "رسنۍ تل د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه غږېږي. دا ځوانان دي. د دې خبرونو اورېدلو سره هغوي ځانونه يوازې گڼي. دا چې هغوي يو داسې ځاى ولري چې خپل نظر په کې څرگند کړاى شي، دا ډېر ارزښت لري.

ژبه ، اعتماد اوجرائت

تياتر کې لومړى دوه کوچنيان په انگليسي يوه کيسه کوي

" شهزاده وېرېدلى دى، ځکه پوليسو هغه زنداني کړى. شهزاده په زندان کې دى. هغه پېسې غلا کړې وې"

دوى وړې جملې ليکي. پام را گرځوونکي جملې. او بيا یې د ډرامې په توگه وړاندې کوي. په دې توگه هغوي د انگليسي ژبې يو څو کلیمې زده کوي.

Image caption دې کوچنيا نو ته داسې کارډونه چې نوي توري پري ليکل شوي وي ورکولو کېږي، د تياتر تنظيمونکي وايي په دې ډول هغوي بې له دې چې فشار پرې راشي د انگليسي ژبې زده کړه کوي.

د کال تر پايه به دا کوچنيان د ٣٠٠ کسانو په مخ کې خپلې ډرامې نندارې ته وړاندې کوي.

د ډرامې دا پروژه دې هلکانو ته فرصت ورکوي چې څه پرې تېر شوي هغه نورو سره شريک کړي. خو بيا هم دوى تل هغه ځورونکى حالت نه يادوي چې دوى ورڅخه تېر شوي دي.

Image caption په تېريوه کال کې د داسې ټولگېو د برخه والو شمېر دوه ځله زيات شوى دى.

په دې ډول دې ورکشاپ کې شامل ټول کډوال لندن کې خپل نوي ژوند کې لا راحت او ارامۍ سره اوسېږي؟