په ۲۰۱۶ کال کې د انټرنېټي بریدونو د زیاتوالي اندېښنې

د انځور حقوق

کمپیوټر پوهان پر دې باور دي، چې په ۲۰۱۶ کال کې به په انټرنېټي بریدونو کې زیاتوالی راشي.

هغه انټرنېټي بریدونه چې وېبپاڼې او انلاین چوپړونه له کاره غورځوي هر کال مخ پر زیاتېدو دي. خو پوښتنه دا ده، چې شرکتونه او د کاروبارونو چلوونکي به د دې ستونزې پر وړاندې څه کوي؟

هغه بریدونه چې یوه وېبپاڼه او نور انټرنېټي چوپړونه له کاره غورځوي او له امله یې کاروونکي له ور ننوتو منع کېږي د چوپړونو د مخنیوونکو بریدونو په نامه یادېږي.

دا بریدونه دومره توان لري، چې بشپړې وېبپاڼې له لیکې ویستلای شي او تر ډېره د اوتوماتو انټرنيټي پروګرامونو له لارې پر مخ وړل کېږي. تېره میاشت د دغه ډول بریدونو په مشهورو قربانیانو کې بي بي سي او د ایرلینډ د لاټرۍ ملي اداره هم شامله وه.

د اربر شبکې په نامه د کمپیوټري شرکت د امنیتي ټېکنالوژۍ د څانګې مشر ډیرن انټسي پر دې باور دی، چې د انټرنېټي بریدګرو او د مدافع شرکتونو تر منځ روانې جګړې له امله په نړیواله کچه د انټرنېټي وسلو سیالي روانه ده.

ښاغلی انټسي وايي، د چوپړونو مخنیوونکي بریدونه د انټرېټي تاړاکونو تر ټولو عام ډول دی.

نوموړی وايي، هغه بریدګر چې غواړي یوې وېبپاڼې ته زیان ورسوي، دا تر ټولو عامه لاره ده، چې دوی یې کاروي. دوی داسې کوي، چې یوه بشپړه انټرنېټي شبکه چې له هک شویو کمپیوټرو یې رامنځته کړې وي، د یوې ځانګړې وېبپاڼې د ړنګولو لپاره کاروي. له دې لارې په نښه شوې وېبپاڼې باندې ګڼه ګوڼه جوړېږي او کله چې یې کاروونکي خلاصول وغواړي، لاسرسی ورته نه شي موندلای. ځینې وختونه د دغو بریدونو حجم دومره لوی وي، چې له امله یې د وېبپاڼې بېرته فعالول ډېر وخت نیسي.

د انځور حقوق Thinkstock

د ده شرکت د نړۍ د کابو درېيمه برخه انټرنېټ د څار دنده پر غاړه لري او په وینا یې له دې لارې دوی ته معلومات کېږي چې انټرنېټي نړۍ کې څه ډول سیالۍ روانې دي.

د یاد شوي شرکت په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، چې انټرنېټي بریدونه مخ پر لویېدو او پراخېدو دي او له امله یې ورځ تر بلې لا ډېر کاروبارونه زیانمنېږي.

په ۲۰۱۵ کال کې چې کوم انټرنېټي بریدونه شوي، د هغوی له ډلې دوه سوه داسې وو، چې په یوې ثانیې کې یې ۱۰۰ ګیګا بایټه انټرنېټي ګڼه ګوڼه رامنځته کوله.

په دوی کې تر ټولو لوی پینځه سوه ګیګا بایټه و، چې د انټرنېټي چوپړونو وړاندې کوونکې یوه بشپړه شبکه له کاره غورځولای شي.

خو ښاغلی انټسي وايي، چې ستونزه یوازې د دغو بریدونو د لویوالي نه ده. د انټرنېټي بریدونو پېچلتوب تر ټولو مهمه مسله ده. اوس بریدګر داسې ټېکنالوژي کاروي، چې د ګیګابایټ له پلوه یې د برید کچه کوچنۍ وي، خو د انټرنېټي شبکو داسې حساسې برخې په نښه کوي، چې سمدستي یې له امله کاروونکو ته لاسرسی له منځه ځي. دی وايي، له همدې امله د دغه ډول بریدونو پر وړاندې باید مدافع شرکتونه هم ځیرک اوسي.

د ښاغلي انټسي په وينا د مدافعینو او بریدګرو تر منځ په دې برخه کې په پرله پسې توګه د پیشو او موږک لوبه روانه وي. کله چې بریدګر برلاسی شي، د انټرنېټي امنیت کارپوهان یې پر وړاندې نوې لارې چارې کاروي. بریدګر هم هڅه کوي چې نوې او پېچلې انټرنېټي وسلې وکاروي.

دا بریدونه د بېلابېلو موخو لپاره تر سره کېږي. د اربر شرکت د څېړنې له مخې تر ټولو عادي یې د جنايي ډلو له خوا تر سره کېږي چې د انلاین هدفونو د نښه کولو له لارې خپله وړتیا او توان په ډاګه کول غواړي.

دا ډول بریدونه د سیاسي او مذهبي هدفونو لپاره هم تر سره کېږي، چې له لارې یې بریدګر د خپلو مخالفینو د کارونو د ګډوډولو هڅه کوي.

د بریدونو د پراختیا دغه وضعیت ته په کتو ښايي د هغو شرکتونو کاروبارونه سږکال لا پراخ شي، چې له انټرنېټي بریدونو نه د خوندیتابه چوپړونه وړاندې کوي. د اربر د څېړنې له مخې ۷۴ سلنه انټرنېټي شبکې پر دې باور دي، چې کاروونکو یې د دا ډول بریدونو پر وړاندې خپل امنیتي تدابیر په دې وروستیو کې زیات کړي دي.