سعودي ایتلاف یمن کې 'ملکیان په نښه کوي'

د انځور حقوق Reuters

د ملګرو ملتونو په یوه افشا شوي سند کې راغلي، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې په یمن کې له حوثي اورپکو سره په جګړه دی، په "پراخه کچه او سیستماتیک ډول" یې ملکیان په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې ویلي، په تېرو نهو میاشتو کې ملکي وګړي د جګړه ییز تکتیک په توګه په قصدي ډول وږي ساتل شوي دي.

د کارپوهانو دې ډلې د بشري حقونو د نقض په تړاو د څېړنې غږ کړی دی.

سعودي ایتلاف هڅه کوي چې حوثي اورپکي له پلازمینې صنعا وباسي او د یمن حکومت بیرته وګرځوي.

سعودي عربستان وایي، حوثیان چې د یمن د پخواني ولسمشر له ځواکونو سره یې لاس یو کړی، سیمه کې د سعودي د رقیب ایران لخوا یې پوځي ملاتړ کېږي، خو ایران دا خبره ردوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د تېر کال له مارچ راهیسې د یمن په جګړو کې له ۵۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او له ٪۸۰ ډېر نفوس یې غذایي توکو، اوبو او نورو مرستو ته شدیده اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سعودي ایتلاف ۱۱۹ بریدونو کې له نړیوالو قوانیو سرغړونه شوې او په ډېرو کې یې ملکي هدفونه په نښه شوي دي.

دوی دا هم موندلې، کوم ملکي کسان چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف له بمباریو تښتېدل، د چورلکو لخوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف لخوا یمن کې د خوشه ای بمونو د کارولو تر رپوټ وروسته، ددې میاشتې په لومړیو کې د یمن حکومت د لنډې مودې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري وضعیت څارونکي له هېواده وویستل.

د انځور حقوق AP

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په ورته وخت کې خبرداری ورکړ چې د خوشه ای بمونو کارول ښایي جنګی جرم وبلل شي.

په ورته وخت کې هالېنډي ډپلوماتانو غوښتل یمن کې د حقیقت موندنې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ته د نړیوال ماموریت وړاندیز وکړي، خو د راپورونو له مخې هغوی دا کار د سعودي د فشار له امله ونه کړای شو.

د ملګرو ملتونو نوی راپور کې همداراز په یمن کې د وسلو پر ډېرېدو اندېښنه ښوول شوې ده.

راپور کې راغلي، په تېر سپتمبر میاشت کې له ایرانه راتلونکي د ټانک ضد میزایل د عمان په سمندري اوبو کې نیول شوي دي او اوس په امریکا کې دي.

راپور همداراز پر سعودي تور پورې کوي، "پرته له دې چې سمه کارونه او زیرمه کول یې ډاډمن شي، وسله والو ډلو ته وسلې وېشي."

ورته مطالب