پروفیسر هاکېنګ: انسانان له خپله لاسه د ګواښ سره مخ دي

د انځور حقوق BBC.RichardAnsett
Image caption پروفیسر هاکینګ وايي انسانان "نوي طریقې جوړوي چې کېدای شي د ستونزو سبب شي"

بریتانوی پروفیسر سټیفن هاکېنګ وايی بشریت له خپله لاسه یو لړ ګواښونوسره مخ دي.

اټومي جګړه، نړیواله تودوخه او له جنتیکي پلوه بدل کړ شوي ویروسونه له هغو حالاتو څخه دي چې پروفیسر هاکینګ ېې یادونه کړې.

هغه وايی چې د ساینس او ټکنالوژۍ راتلونکی پرمختګ به داسې "نوې طریقې رامنځته کړي چې کېداې شي د ستونزو سبب شي. "

هغه وايي که انسانان بریالي شي چې په نورو نړیو کې د ځان لپاره د مېشته کېدو ځایونه جوړکړي، وبه کولاې شي چې ژوندي پاتې شي.

سره د دې چې د ځمکې د کرې لپاره ښايي اوس د کوم مصیبت خطر ډېر لږ وي، خو د وخت په تېرېدو سره، په راتلونکو زرو یا لس زرو کلونو کې، دا خطر تقریبا یقیني کېږي.

"ترهغه وخته باید موږ په فضا کې، په نورو ستورو کې، خواره شوي یوو، او پر ځمکه د کوم مصیبت پېداکېدل به د بشري نژاد د ختمېدو په معنا نه وي.

"خو، لږ تر لږه تر راتلونکو ۱۰۰ کلونو پورې به موږ ونشو کولاې په فضا کې د مېشته کېدو لپاره داسې ځایونه جوړ کړو چې پر ځان بسیا وي، نو ځکه باید په دې موده کې ډېر احتیاط وکړو. "

د حيرانتیا وړ ده چې د ساینس داسې یو نامتو شخصیت، خپله ساینسي پرمختګونه د نویو ګواښونه سرچینه بولي.

په تېرو وختونو کې، هغه د مصنوعي ذکاوت درلودونکي ماشینونه د بالقوه ګواښونو د سرچینې په توګه یاد کړي وو، چې کېدای شي دومره پیاوړي شي چې د بشري نژاد د نابودۍ سبب وګرځي.

خو هغه ټینګار کوي چې ګواښونو سره د مقابلې لارې چارې به هم وموندل شي.

Image caption پروفیسر هاکینګ فکرکوي چې موږ به بلاخره په فضا کې د میشته کېدو لپاره ځایونه جوړکړو، خو په راتلونکو څو سوو کلونو کې به دا کار شونی نه وي

"موږ د پرمختګ مخه نه نیسو، پر شا ېې نه بیایوو، نو باید خطرونه وپېژنو او کنټرول ېې کړو. زه خوشبینه یم، او باورلرم چې دا کار کولاې شو. "

له پروفیسرهاکینګ نه پوښتنه وشوه چې ځوانو ساینس پوهانو ته ېې مشوره څه ده، هغه وویل هغوې باید "زموږ د پراخې او پېچلې" نړۍ په هکله د حيرانتیا احساس له ځانه سره وساتي.

هغه وویل "زما له نظره، دا یو ډېر باشکوه وخت دی چې سړی ژوندی وي او د تیوریتیکي فزیک په اړه څېړنې وکړي. د داسې یو شي کشفول چې پخوا هطچا ته نه وو معلوم د خوښۍ یوه بې سارې شېبه ده. "

خو پروفیسر هاکینګ دا هم وویل چې د څېړونکو راتلونکی نسل باید په دې وپوهېږي چې ساینسي او ټکنالوژیکي پرمختګونه څنګه نړۍ بدلوي، او باید عامو خلکو سره مرسته وشي چې ورباندې پوه شي.

"مهمه ده ځان ډاډه کړو چې دا بدلونونه په سم لوري روان دي. په یوې ډيموکراټیکې ټولنې کې، دا په دې معنا دي چې هر څوک باید د ساینس په اړه لومړني معلومات ولري چې وکولاې شي د خپل راتلونکي په اړه مناسبې پرېکړې وکړي.

"نو باید په ساده ژبه بیان شي چې تاسو د ساینس په ډګړ کې څه کول غواړئ، څوک پوهېږي، ښايي بالاخره تاسو په خپله ورباندې وپوهېږئ. "

له هغې راهيسې چې د پروفیسر هاکینګ په بدن کې د خوځښت د اعصابو ناروغي پېژندل شوې، د هغه دا ټینګه اراده چې هڅه کوي د خپلې ناروغۍ د فزیکي ننګونو سره مقابله وکړي په نړیواله کچه د درناوۍ او حيرانتیا سبب شوې