د سوريې مضايا ښار کې ۱۶ کسان له لوږې مړه شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مضايا ښار اوسېدونکي انتظار باسي چې له سيمې ووځي

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي د سوريې مضايا ښار ته د بشري مرستو د کاروانونو د لېږد له پيل وروسته په دغه ښار کې ۱۶ نورو کسانو هم له لوږې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

د دغې ټولنې په وينا د تېر کال له ډسمبر مياشتې راهيسې په مضايا ښار کې د لوږې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته رسېدلی دی.

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، د خوارځواکۍ او د خوړو د نشتوالي له امله يو شمېر نور کسان هم د مرګ له خطر سره مخامخ دي او د دې ټولنې د عملياتي ډلې مشر وايي شل زره تنه لاهم په مضايا ښار کې بند پاتې دي.

مضايا ښار له څو مياشتو راهيسې د حکومتي ځواکونو او د لبنان د حزب الله ډلې له خوا کلابند دی. د روان ميلادي کال په پیل کې ملګرو ملتونو ويلي وو، چې د مرستو او خوړو کاروانونه يې د سوريې مضايا ښار ته رسېدلي دي.

د بې پولې ډاکترانو د ټولنې په وينا له ۳۰۰ زيات کسان پر خوارځواکۍ اخته دي.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنې دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې په سوریې کې د روانې پنځه کلنې جګړې پای ته رسولو خبرې په جينوا کې روانې دي.

تمه ده د سوريې حکومت مخالفو ډلو مرکچيان وروسته له هغه جينيوا ته ورسېږي، چې د جمعې ورځې د خبرو پرانيستې سره يې شلون کړی و.

نژدې څلور نيم ميلیونه سوري وګړي په داسې سيمو کې ژوند کوي، چې لاس رسی ورته ګران دی او شاوخوا ۴۰۰ زره يې په هغو سيمو کې اوسېږي چې کلابندې دي، د ژوند لومړنيو اړتياوو لکه د خوړو او اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

ورته مطالب