د سوریې مهمه اپوزیسیون ډله جینیوا خبرو کې برخه اخلي

د انځور حقوق AP
Image caption سوريې لپاره د ملگرو ملتونو استازي ستفن دي مېستورا پرون له حکومتي پلاوي سره خبرې وکړې

د سوريې حکومت مخالفو پورې تړلې د خبرو عالي کمېټې باالاخره ومنله چې په جينوا کې د سولې روانو خبرو اترو کې گډون کوي.

دغه ډله چې د سعودي عربستان ملاتړ له ځانه سره لري وايي، يوه ٣٠ يا ٣٥ کسيزه ډله سوريې لپاره د ملگرو ملتونو استازي سټېفن دي مېستورا سره خبرو لپاره جينوا ته استوي، خو دا پلاوى به د بشار الاسد له استازو سره مخامخې خبرې نه کوي.

ټاکل شوې چې دغه دواړه پلاوي په بيلو خونو کې کېني او په جلا توگه له ښاغلي دي مېستورا سره وگوري.

د سوريې ملي ټلوالې پخوانى مشر هادي البهره وايي له حکومتي پلاوي سره به مخامخې خبرې په سم مهال کې تر سره شي خو دم گړۍ به پام پر بشري موخو ورټول وي.

"د خبرو اترو لومړى پړاو له منځگړو سره ليده کاته دي، يانې مخامخې خبرې به نه وي. خبرې به د ملگرو ملتونو له لارې کېږي، د ښاغلي دي مېستوره د دفتر او د هغه د کارکوونکو له لارې. دويمه برخه بيا د مخامخو خبرو ده. بالاخره اړ کېږئ چې په يوۀ پړاو کې د بشار الاسد د رژيم پلاوي ته مخامخ کينئ، خو که د خبرو اترو لومړى پړاو په دې بريالى شي چې بشري برخه کې کوټلې پايلې ولري."

د انځور حقوق AFP
Image caption کارپوهان وايي د دواړو غاړو ترمنځ چې ټاکل شوې د سولې خبرو اترو ته کينې د غوسې او تربگنۍ کچه خورا لوړه ده

د سوريې حکومت مخالفو وړاندې ويلي و خبرو ته به هغه مهال زړه ښه کړي چې د حکومتي ځواکونو له لوري هوايي بمبارۍ او د سيمو کلابندۍ ختم کړل شي.

خپاره شوي وروستي رپوټونه وايي حکومت مخالفو په دې برخه کې يو څه ډاډگېرنه ترلاسه کړې ده.

سوريې لپاره د ملگرو ملتونو استازي سټېفن دي مېستورا پرون له حکومتي پلاوي سره خبرې وکړې.

دغه پلاوي چې په ملگرو ملتونو کې د سوريې د سفير بشار الجعفري لخوا يې مشري کېده، يوازې يوۀ ساعت لپاره له ښاغلي دي مېستورا سره وکتل او وروسته يې پرته له کومې تبصرې ودانۍ پرېښوده.

کارپوهان وايي د دواړو غاړو ترمنځ چې ټاکل شوې د سولې خبرو اترو ته کينې د غوسې او تربگنۍ کچه خورا لوړه ده، او هېڅوک د چټکې بريا تمه نه کوي.