نوې څېړنه: هندسه په لومړي ځل په لرغوني بابل کې کارول شوې

Image caption له دغو تصويرونو ښکاري چې د بابل خلکو به پرمختللې هندسه کاروله

یوې تازه څېړنې معلومه کړې، چې د پر مختللې هندسې د علم استعمال تر مخکنیو اټکلونو څوارلس سوه کاله پخوانی دی. د څېړنې له مخې د لرغوني بابل ښار خلکو به د هندسې د علم پر مټ د شپې د مشتري سیارې درک معلوماوه.

تر دې تازه څېړنې دمخه فکر کېده، چې د پرمختللې هندسې د علم کارونه په څوارلسمې زېږدیزې پېړۍ کې پیل شوې ده.

دغه نوې څېړنه د ساینس په نامه یوه ژورنال کې خپره شوې ده.

د دغه څېړنیز راپور لیکوال میتیو اوسن دریوېر وايي چې دوی د دې موندنې هيله نه کوله. د نوموړي په خبره، هندسه د فزیک لپاره ډېر اړین علم دی او د ساینس په نورو څانګو کې هم کارول کېږي.

د بابل د پخواني دولت خلک د اوسني عراق او سوریې په سیمو کې اوسېدل. د دوی مدنیت له میلاده ۱۸۰۰ کاله وړاندې راپورته شوی و. د خټینو تختو له لرغونې لیکبڼې معلومه شوې، چې دغه خلک د نجوم له علم سره له پخوا راهیسې بلد وو.

د دغه جرمني پروفیسر په خبره د بابل خلکو پر څلور کونجه خټینو تختو د مشتري د سرعت په اړه معلومات لیکلي وو. د نوموړي په خبره هغوی له پېړیو پېړیو راهیسې د اسمان مشاهده په ځير سره کوله او د ستورو او سیارو په اړه یې خپل نظرونه ثبتول.

خو دغه تازه څېړنه دا څرګندوي چې دغه خلک پر ریاضي هم پوهېدل. تر دې وړاندې داسې فکر کېده، چې پرمختللې هندسه په لومړي ځل په منځنیو پېړیو کې د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون او د فرانسې په پاریس کې کارول شوې. خو اوس معلومه شوې، چې د دغه علم استعمال له میلاده درې نیمې پېړۍ د مخه په بابل کې پیل شوی و.

د انځور حقوق Mathieu Ossendrijver

یاد شوي جرمني پوهاند په نولسمې پېړۍ کې د موندل شویو پنځو لرغونو تختو شننه او څېړنه کړې ده. دغه خټینې تختې د برتانیا په ملي موزیم کې ساتل کېږي.

له دغو لیکونو ښکاري چې د څلور اړخیزو شکلونو پر مټ د بابل پوهانو دا درک معلوماوه چې مشتري به کله راڅرګندېږي، سرعت به یې څومره وي او په څومره وخت کې څومره لاره وهي.

د پروفیسر میتیو په خبره، له دغې څلور کونجه هندسي وسیلې دا هم معلومېده چې د مشتري سرعت په څه ډول بدلېږي. نوموړی زیاتوي چې یونانیانو د هندسې له یوې ساده بڼې کار اخېسته، چې تر ډېره به د ځمکې او سیارو تر منځ پر فضايي تړاو او اړیکو متمرکزه وه، خو د بابل پوهانو بیا د وخت او سرعت په څېر پېچلي مفاهیم هم کارول.

د ده په وینا، داسې ښکاري چې له دغو تختو وړاندې کومه بله لرغونې تخته هم وه، چې ښايي د بابل د کوم نابغه عالم له خوا لیکل شوې وه چې د نجوم د علم لپاره یې د دغې نوې هندسي طریقې د کارولو سپارښتنه په کې کړې وه.

دی همداراز وايي، بله انګېرنه دا ده، چې ښايي د یوه پر ځای څو نوښتګرو عالمانو پر دې نظریې کار کړی وي.