'د دمشق بریدونه د سولې د بهیر شنډولو هڅه ده'

د انځور حقوق Getty
Image caption د سيده زينب پر زيارت تېر کال هم بريد شوی و

د سوریې دمشق سوېل کې د شیعه ګانو د درېیم امام د خور زینب زیارت ته څېرمه له خونړيو بریدونو وروسته، چې لږترلږه ۵۰ کسان پکې ووژل شول، اروپايي ټولنې ویليو دا بریدونه سوریه کې د سولې د خبرو شنډولو یوه هڅه ده.

د سوريې دولتي رسنيو د پلازمېنې دمشق ښار په جنوب کې د سيده زينب له زيارت سره نژدې د چاودنو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې لږ ترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او يو لوی شمېر نور ټپيان شوي دي.

د سوريې دولتي سرچينو په وینا لومړی بم په يوه موټر کې ځای پر ځای شوی و او له هغه وروسته دوو ځانمرګو بريدګرو ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزول.

دولتي تلویزيون د چاودنې له امله د سوځېدل شويو ودانيو او موټرو انځورونه خپاره کړي دي.

د انځور حقوق AFP Getty

"اسلامي دولت" نومې دلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده، نوموړې ډلې په خواله رسنيو ويلي بريدونه دوی ترسره کړي دي.

د سيده زينب زيارت يو له هغو مذهبي ځايونو ګڼل کېږي چې زيات شمېر کسان ورځي. د بي بي سي عربي چارو مدير سبسټين اشر وايي، کله چې په سوريه کې کورنۍ جګړې پيل شوې، له سيمې سوريې ته د شيعه جنګياليو د تلو سلسله پيل شوې او هغوی وايي غواړي د سيده زينب زيارت له کورنۍ جګړې وساتي.

Image caption په بریدونو کې یوه ودانۍ او پوځي مرکزونه په نښه شوي دي

د سيده زينب پر زيارت د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې هم بريد شوی.

شمېرې ښيي چې د سوريې په پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰ زروزيات کسان وژل شوي او له ۱۱ ميليون زيات وګړي بېځايه شوي دي.

Image caption په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د چاودنې پرمهال هوا له لوګي ډکه شوه او پر ځمکه وینې او سوځېدلې مېوې هرې خوا ته پرتې وې

ورته مطالب