ترکیه وايي روسي جنګي الوتکو یې هوايي حریم مات کړی

روسیې د سوریې په الحمیمیم اډه کې سوخوی ۳۴ ډوله الوتکې ځای پرځای کړې دي د انځور حقوق Reuters
Image caption روسیې د سوریې په الحمیمیم اډه کې سوخوی ۳۴ ډوله الوتکې ځای پرځای کړې دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې جنګي الوتکې د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې دي.

دغه وزارت په انقره کې د روسيې سفیر د احتجاج په توګه ورغوښتی او د مسکو دا کار یې "غیر مسؤولانه" ګڼلی دی.

د وزارت په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي "د روسیې د هوايي ځواک سوخوی ۳۴ ډوله جنګي الوتکې د جمعې په ورځ پر ۱۱ بجو او ۴۶ دقیقو د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې دي".

ترکي چارواکي وايي، له دې پېښې ښکاري چې روسیه د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا غواړي.

د تېر کال نومبر میاشت کې ترکیې پر خپله پوله د روسیې یوه جنګي الوتکه راوغورځوله، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

ترکیې له روسیې غوښتي چې مسکو دې د ترکیې د هوايي حریم له ماتولو ډډه وکړي "ددغه ناوړه عمل مسؤولیت او مخې ته راتلونکې پایلې به د روسیې پر غاړه وي".

بمبارۍ

بل خوا، د امریکا په مشرۍ ایتلاف په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پر اهدافو ۳۳ ځلې بمبارۍ کړې دي.

د امریکا د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، یوازې عراق کې ددغې ډلې پر ضد ۱۷ ځلې بمبارۍ شوې، او ۱۶ نورړ بمباریو کې بیا سوریه کې دغه ډله په نښه شوې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption الحمیمیم هوايي ډګر کې روسي جنګي الوتکه

د عراق موصل ښار ته څېرمه ۷ ځلې د "اسلامي دولت" پر اهدافو بمبارۍ شوې، چې ویل کېږي ددغې ډلې ۵ تکتیکي واحدونه او یوه ډېپو پکې په نښه شوې ده.

د سوریې رقه ښار ته څېرمه، چې "اسلامي دولت" ډله پرې واکمنه ده، دوه ځلې بمباري شوې ده.

رقه ښار کې د تېلو او ګازو د چاڼ فابریکې دي.

ورته مطالب