سعودي د ترهګرۍ په تور د امریکایانو په ګډون ۳۳ کسان نیولي

د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو پر جومات برید کې لږترلږه ۴ کسان ووژل شول د انځور حقوق AFP
Image caption د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو پر جومات برید کې لږترلږه ۴ کسان ووژل شول

د سعودي امنیتي ځواکونو په هېواد کې د ترهګریزو اعمالو په تور د ۹ امریکایانو په ګډون لږترلږه ۳۳ کسان نیولي دي.

د سعودي ''سعودي جازیت'' ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله ویلي، چارواکو د دوشنبې په ورځ څلور امریکایان او په تېرو څلورو ورځو کې پنځه نور کسان ونیول.

په نیول شویو کې ۱۴ سعودیان دي، درې د یمن، سوریې، اندونیزیا، فلیپین، اماراتو، فلسطین او قزاقستان وګړي هم دي.

ورځپاڼې نه دا نه دي ویلي، چې آیا په ترهګرۍ تورنو کسانو له ''اسلامي دولت'' ډلې سره کوم تړاو درلود او که نه.

''اسلامي دولت'' ډلې په وروستیو کې سعودي عربستان کې پر شیعه ګانو او امنیتي کسانو د بریدونو پړه منلې ده.

پر همدې مهال، یوه سعودي چارواکي ویلي، د هېواد په ختیځه شیعه مېشته سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات یو برید کوونکی، چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، او د جمعې په ورځ یې برید وکړ، ۲۲ کلن سعودی ځوان و.

د سعودي عربستان خبري آژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند ډګروال منصور الترکي له خولې ویلي، یاد برید کوونکی عبدالرحمن بن عبدالله بن سلیمان التویجري نومېده.

التویجري او یوه بل ملګري یې د جمعې د لمانځه پرمهال د سعودي په ختیځه الاحساء سیمه کې د امام رضا پر جومات برید وکړ، چې لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

التویجري هم په دې برید کې مړ شو. چارواکو دویم کس ونیو، چې اوس تر درملنې لاندې دی، خو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

جوته نه ده چې دا برید چا وکړ، خو د ''اسلامي دولت'' په نامه ډلې وړاندې هم په دې هېواد کې لږکي شیعه ګان په نښه کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ترهګریزو کړنو تورن شپږ کسان په هېواد کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال نیول شوي.

د سعودي ورځپاڼه وايي، مخکې له دې چې تورن کسان په ریاض کې محکمې ته وړاندې شي، چارواکي اوس د بریدونو په تړاو له شاوخوا ۵۳۲ کسانو پوښتنې ګروېږنې کوي.

په ترهګریزو کړنو تورن شپږ کسان په هېواد کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال نیول شوي. ورځپاڼه زیاتوي، په نیول شویو کې یوه سعودۍ ښځه او یو فیلیپینی هم دی.

ورته مطالب