زیکا وایروس، یو ګواښ، که یوه ترهه؟

نړۍ لا په لوېدیځې افریقا کې د ایبولا وایروس له خونړۍ خپرېدا، او نړۍ ته یې د ورپېښ ګواښ له پروسږنۍ وېرې د تندي خولې نه دي وچې کړي، چې د روان کال پیل سره سم یې په سهېلي امریکا کې د یو بل ترهوونکي وایروس چټکې خپرېدا ته پام شو. دا دوه وایرسونو او زېږنده ناروغیو یې ساینس او درملګرۍ ته د بې وسۍ بې ساری احساس ورکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption که څه هم کوټلي ساینسي لاسوندونه په واک کې نشته خو داسې پتېېل کېږي چې هغه میندواره میندې چې په زیکا وایروس ککړېږي نو نوی زېږېدونکی ماشوم کوچني سر په ګډون له ځینو غمونکو مورزادي روغتیایي زیانونو سره پیدا کېږي.

د عامې روغتیا، او وقایوي طب پرمختللو هڅو او د سلګونو روغتیایي کارکونکو زړورتیا او سرښندنو د اوس لپاره د ایبولا ګواښ تر ډېره بریده کم کړی دی. خو داسې ښکاري چې زیکا وایروس د یو شمېر نويو او ناپېژاندو ننګونو سره رابرسېره کېږي.

سره له دې چې اوسنۍ نړۍ د شلمې پېړۍ د بې جوړې ساینسي پرمختګونو په مټ، تر هر بل وخت ډېره خوندي ده، د همدې پرمختللي پېر ځینې ځانګړتیاوو نننۍ انساني ټولنه د ځینو ګواښونو ښکار کړې هم ده.

د بېلګې په توګه د هېوادونو او لویو وچو تر منځ د انسانانو د چټک، ګڼ شمېره، او ورځني تګ راتګ له امله د نړۍ په یو ګوټ کې یوه لېږدېدونکې (ساري/انتاني) ناروغي، د نړۍ په بل ګوټ کې انساني ټولنې ترهوي چې زیکا وایروس يې ژوندۍ بېلگه ده.

زیکا وایروس لکه د ځنګله اور غوندې په جنوبي او منځنۍ امریکا کې په خپرېدو دی، او د ځینو اټکلونو له مخې کېدای شي ډېر ژر په ميلیونو وګړي اغيزمن کړي.

وایروسونه او یا ناروغۍ هغه وخت لا ډېرې ترهوونکې وي چې د انسانی فطرت او کلتور تر ټولو حساسو اړخونو باندې اغېز کوي. لکه د ایبولا وایروس دا خاصيت چې د انسانانو له مړو نه د جنازې پر مهال ژوندیو انسانانو ته لېږدېده، او وګړي یې اړ کړي ول چې له خپلو مړو نه ځانونه لرې وساتي، او له اړینو کلتوري او مذهبي دودونو، لکه د مړي له وینځلو نه لاس په سر شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption په ځینو هېوادونو کې خو ډاکټرانو مېرمنو ته دا لارښونه هم کړې ده چې د اوس لپاره له مېندواره کېدو نه ډډه وکړي.

زیکا وایروس هم په ورته بڼه، د ټولنې یو بل حساس اړخ په نښه کړی دی.

که څه هم کوټلي ساینسي لاسوندونه په واک کې نشته خو داسې پتېيل کېږي چې هغه میندواره میندې چې په زیکا وایروس ککړېږي نو نوی زېږېدونکی ماشوم به یې دګلیان بارې او مایکروسفالي یا کوچني سر په ګډون له ځینو غمونکو مورزېږدي روغتیایي زیانونو سره پیدا کېږي.

لکه څنګه چې یادونه وشوه داسې کره ساینسي لاسوندونه لا نشته چې جوته کړي زیکا وایروس د دې نويو زېږول شوو ماشومانو د مغزي او عصبي نیمګړتیاوو لامل دی، خو له کوم مهال نه چې د زیکا وایروس ډېر شمېر پېښې په برازیل کې ثبت شوي دي، د یادو شوو مورزېږدي عصبي نیمګړتیاوو شمېره هم په بې سارې کچه لوړه شوې ده. ډاکټران په دې باور دي چې ډېره شوونې ده چې دا دواړه سره نېغه اړیکه ولري.

په ځینو هېوادونو کې خو ډاکټرانو مېرمنو ته دا لارښونه هم کړې ده چې د اوس لپاره له مېندواره کېدو نه ډډه وکړي.

زیکا وایروس د تېرو ۵-۶ لسیزو راهیسې د نړۍ ځینو ګوټونو کې وخت نا وخت لیدل شوی دی، خو دا لومړی ځل دی چې داسې پراخه ترهه خپروي. هغه وګړي چې په دې وایروس ککړېږي، ډېری یې بېخي ناروغه کېږي نه، او ډېر لږ شمېر یوازې خفیفې نښې ښیي، لکه بخار او تبه، د هډوکو او اندامونو درد.

د انځور حقوق Getty
Image caption زیکا وایروس د یو لېږدونکي میاشي د چیچلو په مټ له یو نه بل ته لېږدول کېږي.

دې وایروس سره بله نښتې ترهه دا ده چې د اولمپیک راروانې لوبې د روان کال په اوړي کې په برازیل کې کېږي، او د برازیل د روغتیایي او حکومتي چارواکو د ډاډینې سره سره ډېر خلک د لوبغاړو او سیلانیانو د روغتیا لپاره اندېښمن دي.

مونږ په دې پوهېږو چې زیکا وایروس د یو لېږدونکي میاشي د چیچلو په مټ له یو نه بل ته لېږدول کېږي، که څه هم یو امریکایي ډاکټر غږ کړی دی چې دا لېږد د جنسي اړیکې له لارې هم شونی دی. نوموړی ډاکټر پخپله په افریقا کې په زیکا وایروس اخته شوی و، او چې بېرته امریکې ته ستون شو، نو مېرمن یې هم په همدې وایروس ککړه شوه، په داسې حال کې چې هغه ورسره افریقې ته نه وه تللې.

ځینې بېړني ګامونه اخیستل شوي چې داسې لارې او ګودرونه وکتل شي چې د زیکا وایروس مورزېږدي زیانونه لومړی جوت شي، او بیا یې د قابو کولو غم وخوړل شي. په دې هڅو کې د ۲۰۱۶ تر پایه پورې د یو واکسین راپېژندل او تطبیقول، او د داسې ارثي اصلاح شوو میاشو چمتو کول دي چې ورسره د زیکا لېږدونکو میاشو شمېر راټیټ شي.

خو دا نوې څېړنې او درملنې که هر څومره هیله پيدا کوونکې او ګړندۍ دي، د اوس لپاره یې د هغې ترهې نه څه نه دي راکم کړي چې زیکا وایروس په نړۍ خوره کړې ده.