سوري ځواکونو حلب کې د مخالفو ډلو د اکمالاتو لار تړلې

د انځور حقوق AFP

له سوريې څخه راغلي راپورونه ښيي چې دولتي ځواکونه د حلب په ولايت کې د دوو کلابندو ښارګوټو کلابندي يا محاصره ماته کړې ده.

دغه دواړه ښارګوټي له تېرو دريو کلونو راهيسې د حلب په شمال لوېديځ کې د حکومت مخالفو ډلو له خوا کلابند وو.

يوې پوځي سرچينې اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي د کلابندۍ د ماتېدو له امله اوس مخالفو وسله والو ته له ترکیې د سامان الاتو د لېږد لاره تړل شوې ده. د سوريې دولتي تلويزيون په وينا امنیتي ځواکونه چې د روسيې هوايي ځواک ملاتړ ورسره و، په دې توانېدلي چې دغو دوو ښارګوټو ته ننوځي.

دغه عمليات په داسې وخت کې ترسره شوي چې په سوريه کې روانې جګړې او تاوتریخوالي ته د حل لارې پيداکولو په موخه د سويس په جنیوا کې غونډه پيل شوې وه. د تېرې ورځې (۳ فبرورۍ) په غونډه کې د سوريې دولت مخالفو ډلو په حلب کې د هوایي بريدونو له امله برخه نه وه اخيستې، دوی دغه او دې ته ورته بريدونه د خلکو وژل بولي.

شننونکي وايي د سوريې حکومتي ځواکونو له خوا د حلب ښار پر هغو سيمو بريد چې د ياغيانو تر ولکې لاندې دي کولای شي د ملګرو ملتونو له خوا د سولې د خبرو هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټېفن ډي مېسټورا د سې شنبې په ورځ ويلي وو، چې د خبرو بندېدل شونې دي او دا يې د سولې خبرو مقدماتي پړاو بللی و.

دی وايي د سوريې دولت او مخالفانو تر منځ هېڅ باور او اعتماد نشته.

وړاندې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د عمان پلازمېنې مسقط کې ويلي وو، "چې په سوريه کې به د ترهګرو تر ځپل کېدو پورې مسکو خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکوي".

ورته مطالب