روسيه: سوریه کې د 'ترهګرو تر ځپلو پورې' بمباري جاري ساتو

د انځور حقوق AFP

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، په سوریه کې به د ''ترهګرو تر ځپل کېدو'' پورې مسکو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

نوموړي دا خبرې د عمان پلازمېنه مسقط کې کړې دي.

دی وايي: ''د نصرت جبهې په څېر د ډلو تر ماتولو وړاندې به خپل بریدونه ونه دروو. د بریدونو د درولو لامل نه وینم''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي ''په ژنیوا کې د سولې د خبرو تر دوام پورې باید روسیه د سوریې د مخالفو ډلو پرضد بریدونه ودروي''.

د خبرو عالي پلاوي، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د وسله والو او سیاسي ډلو یوه ټولګه ده، خبرداری ورکړی تر هغو به په خبرو کې ګډون ونه کړي چې د سوریې حکومت بندیزونه لیرې کړي نه وي او پر هغو سیمو هوايي بریدونه نه وي درول شوي چې مخالف وسله وال پرې واکمن دي.

خو د سوریې حکومت تر اوسه د دې غوښتنې له منلو سره موافقه نه ده کړې.

پر همدې مهال، سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا ویليو په ژنیوا کې د سولې د خبرو د بریالیتوب ډاډمنېدو لپاره سوریه کې ''ټینګو'' بدلونونو ته اړتیا ده.

دي میستورا د سې شنبې په ورځ د سوري حکومت له چارواکو سره وکتل، چې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره لارې چارې ومومي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دي میستورا د سې شنبې په ورځ د سوري حکومت له چارواکو سره وکتل، چې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره لارې چارې ومومي.

خو له مخالفو ډلو سره خبرې د سوریې په خاوره کې پر وسله والو مخالفو ډلو د بریدونو د دوام له کبله لغوه شوې.

"په هره شېبه کې ناکامي"

د انځور حقوق AFP
Image caption دیپلوماتانو په ناسمي څرګندونو کې ویلي، د ژنیوا خبرې هره شېبه ناکامېدای شي.

دیپلوماتانو په ناسمي څرګندونو کې ویلي، د ژنیوا خبرې هره شېبه ناکامېدای شي.

د ملګرو ملتونو رپوټونه وايي، په سوریه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تر ۲۵۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

دي میستورا وايي، خبرې ډېر لوی بار دی، ځکه چې د دواړو غاړو (حکومت او مخالفانو) باور ''صفر ته نژدې کېدونکی دی''.

نوموړي ژنیوا کې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ''د خبرو د جدیت آزموینه په سیمه کې پر ځینې بدلون راتلو پورې تړاو لري، خو موږ خپلو خبرو ته دوام ورکوو''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د خبرو عالي پلاوي، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د وسله والو او سیاسي ډلو یوه ټولګه ده، خبرداری ورکړی تر هغو به په خبرو کې ګډون ونه کړي چې د سوریې حکومت بندیزونه لیرې کړي نه وي او پر هغو سیمو هوايي بریدونه نه وي درول شوي چې مخالف وسله وال پرې واکمن دي.

ورته مطالب