"يمن کې دالقاعدې يو وتلى مشر وژل شوى"

Image caption امريکا د جلال بلعيدي په سر د پینځه ميلونه ډالرو انعام ايښى و.

د راپورونو له مخې په يمن کې د القاعدې يو وتلى مشر جلال بلعيدي وژل شوى دى . د ده د کورنۍ غړي وايي نوموړى د امريکا د بې پېلوټه الوتکې بريد کې په نښه شوى و. دوى وايي جلال بلعيديد د زنجبار او شقره په نوم ساحلي سيمو کې سفر کولو چې موټر يې تر بريد لاندې راغى.

نوموړی په ابو حمزه مشهور و. په بريد کې د هغۀ يو ساتونکى هم وژل شوى دى. په رسمي ډول په سم لاسي توگه په دې اړه څه نه دي ويل شوي. له دې نه وړاندې هم دوه ځله د هغه د وژل کېدو خبر ورکړ شوى و.

چارواکي وايي چې جلال بلعيدي د ډېرو بريدونو مسوليت لري چې په کې له پوځيانو څخه د سرونو پرې کول هم شامل دي.

امريکا په ٢٠١٣ کال کې د يمن پلازمېنې صنعا کې پر لوېدیځو ډېپلوماتانو د بريد له هڅې وروسته د نوموړي په سر د پینځه ميلونه ډالرو انعام ايښى و.