الشباب ډلې سوماليا کې يو مهم بندر نيولی

د انځور حقوق AP

سيمه ييز اوسېدونکي وايي د الشباب اورپکې ډلې د مرکه ښار يو مهم بندر نيولی دی. مرکه ښار د پلازمېنې موګاديشو څخه ۷۰ کيلومتره لرې په جنوب لوېديځ کې پروت دی او دا يو تر ټولو لوی ښارګوټی دی چې د الشباب ډله پرې ولکه لري.

د افريقايي ټولنې ځواکونه چې په دغه اډه کې نژدې درې نيم کاله پراته وو، د جمعې په ورځې سهار يې خپل پوځونه راوويستل.

شننونکي وايي دا د افريقايي ټولنې د ځواکونو لپاره يوه تر ټولو لويه ناکامي ده.

سوماليا کې يوه چارواکي ابراهيم ادم د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، "الشباب ډلې له جګړې پرته دغه اډه نيولې ده".

يوه بل سيمه ييز اوسېدونکي ابراهيم مومن د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، "سوماليا کې د افريقايي ټولنې د ماموريت پوځونو، ځايي چارواکو او د سوماليې امنيتي ځواکونو له وتلو وروسته په درنو وسلو سمبال د الشباب اورپکي دغه ښارګوټې ته ننوتل".

د دغې سيمې يو بل اوسېدونکي د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، "د الشباب ډلې د دغې سيمې د پوليسو پر ماموريت او اداري مرکزونو خپل بيرغونه پورته کړي دي".

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې الشباب ډلې د افريقايي ټولنې پر يوه اډه بريد کړی و، د يادې شوې ډلې په وينا هلته يې "۱۰۰" کينايي سرتيري وژلي وو.

کينا د الشباب ډلې د دغي ادعا په اړه چي څومره پوځيان يې په دغه بريد کې وژل شوي څه نه دي ويلي.

الشباب ډله په ۲۰۱۱ کال کې له پلازمېنې موګاديشو څخه شړل شوې وه، خو تراوسه هم د سوماليې په جنوبي کې شتون لري او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې بريدونه کوي.

ورته مطالب