'ایران کې د بي بي سي پخوانی خبریال نیول شوی'

دارالشفايي د انځور حقوق
Image caption ښاغلی دارالشفايي کابو دوه کاله وړاندې له لندن نه تهران ته ستون شو او په وروستیو میاشتتو کې یې د ژباړن او اېډېټر په توګه فعالیت کاوه.

له ایران نه رپوټونه وايي، د بي بي سي فارسي برخې پخوانی خبریال بهمن دارالشفايي په تهران کې د سې شنبې په ورځ نیول شوی دی.

د نوموړي د نیول کېدو خبر د اپوزیسیون اړوند 'کلمه' ټکی کام وېبپاڼې خپور کړی دی.

ښاغلی دارالشفايي، چې بریتانوي او ایراني دوه ګونی تابعیت لري، کابو دوه کاله وړاندې له بي بي سي فارسي برخې سره د ژباړن په توګه کار کاوه.

ایراني چارواکو د نوموړي د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

نه هم د نوموړي د نیول کېدو ځای په ډاګه شوی دی.

بهمن دارالشفايي ژباړن او وېبلاک لیکونکی دی، چې د ایران په 'همشهری'، 'شرق' او 'اعتماد ملي' ورځپاڼو او 'چلچراغ' مجلې او بي بي سي کې کاري تجربه لري.

ښاغلی دارالشفايي کابو دوه کاله وړاندې له لندن نه تهران ته ستون شو او په وروستیو میاشتتو کې یې د ژباړن او اېډېټر په توګه فعالیت کاوه.

ورته مطالب