امریکا سوریې ته د سعودي ځواکونو د استولو هوډ ته هرکلی ویلی

د انځور حقوق Getty

د امریکا دفاع وزیر د سعودي عربستان د یوه چارواکي د هغې غوښتنې هرکلی کړی، چې وايي سوریې ته سعودي عربستان د ځمکنیو ځواکونو استولو ته چمتو دی. امریکا وايي په دې تړاو به له سعودي سره خبرې وکړي.

اشتون کارتر سوریې ته د سعودي عربستان د پوځيانو استولو د هوډ په اړه وویل: "دا ښه خبر دی".

په پام کې ده د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف غړو هېوادونو د دفاع وزیران راتلونکې اونۍ بروکسل کې غونډه ولري.

د امریکا دفاع وزیر وویل "سعودي عربستان ویلي، د "اسلامي دولت" ډلې – چې د سوریې او عراق ډېری برخې یې لاندې کړې دي، پر وړاندې جګړه کې لا ډېر فعالیت ته لېواله دی".

وړاندې، سعودي عربستان ویلي وو، د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې ځمکنۍ جګړې ته به ریاض خپل ځمکني ځواکونه هم چمتو کړي

د سعودي د دفاع وزارت سلاکار احمد عسیري وايي، کله چې دغه ایتلاف د ''اسلامي دولت'' پرضد ځمکني عملیات پیل کړي، سعودي چمتو دی، چې پوځیان ورکړي.

عسیري ـ چې د سعودي په مشرۍ یمن کې د ایتلاف ویاند هم دی ـ د سعودي ''العربیة'' تلوېزیون ته ویلي، ریاض تل د امریکا په مشرۍ په هغه ایتلاف کې فعال غړی دی، چې له ۲۰۱۴ راهیسې په سوریه او عراق کې پر ''اسلامي دولت'' بریدونه کوي.

دغه ایتلاف تر اوسه پر یادې ډلې تر ۱۹۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

العسیري زیاتوي، سعودي باوري دی چې د دې ډلې ماتې دواړو هوايي او ځمکنیو بریدونو ته اړتیا لري:

د انځور حقوق AFP
Image caption عسیري ـ چې د سعودي په مشرۍ یمن کې د ایتلاف ویاند هم دی ـ د سعودي ''العربیة'' تلوېزیون ته ویلي، ریاض تل د امریکا په مشرۍ په هغه ایتلاف کې فعال غړی دی، چې له ۲۰۱۴ راهیسې په سوریه او عراق کې پر ''اسلامي دولت'' بریدونه کوي.

''کله چې د ایتلاف مشران سره یوځای شي، سعودي به هم خپلې هڅې وکړي، ځکه موږ باوري یو چې هوايي بریدونه کافي نه دي، بلکې ځمکني بریدونه هم باید ورسره ملګري شي''.

سعودي عربستان چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف مهم غړی دی، د یمن په جګړه کې د حوثیانو پرضد د منل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوي کوي. په یمن کې د سعودي عربستان پر مداخلې ایران کلکې نیوکې وکړې. په مقابل کې عربستان هم ایران د بشار الاسد په ملاتړ تورنوي چې د اوسني وضعیت لامل شوی دی.

د سوریې په شاوخوا پنځه کلنه جګړه کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او نژدې یوولس میلیون نور وګړي بې ځایه شوي دي.

د انځور حقوق Getty

د چارشنبې په ورځ په ژنیوا کې د سوري دولت او مخالفانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې وځنډول شوې. په لندن کې بېلابېلو هېوادونو د سوریې له جګړې ځپل شویو سره د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

ورته مطالب