بحرین: سوریه کې د 'داعش' جګړې ته ځمکنیو ځواکونو استولو ته چمتو یو

د انځور حقوق AFP

بحرین ویلي، سوریې ته د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پرضد جګړه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف تر چتر لاندې د خپلو ځمکنیو ځواکونو استولو ته چمتو ده.

وړاندې، د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان هم سوریې ته د دغې ډلې د جګړې لپاره د خپلو ځمکنیو ځواکونو استولو چمتووالی ښودلی و.

په لندن کې د بحرین سفیر شیخ فواز بن محمد آل خلیفه ویلي، بحرین بحرین ''له سعودي عربستان سره په همغږۍ'' د یوموټي خلیجي پوځي مشرتابه تر سیوري لاندې د ځواکونو استولو ته چمتووالی ښودلی دی.

سفیر زیاتوي، متحده عربي امارات هم په دغه ځواک کې د برخې اخیستو ته چمتو دي.

سعودي ویلي، که چېرې د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ ایتلاف د ځمکنیو عملیاتو پیلول اړین وګڼي، سعودي عربستان په سوریه کېد پوځي ګام اخیستو لپاره چمتو دی.

ورته مطالب