په ترکیې د زرګونو سوري وګړو ورماتېدل 'بشري ناورین' رامنځ ته کوي

د ترکیې پولې ته څېرمه نژدې ۴۰ زره سوري وګړي دغه هېواد ته د ننوتلو په انتظار دي.
Image caption د ترکیې پولې ته څېرمه نژدې ۴۰ زره سوري وګړي دغه هېواد ته د ننوتلو په انتظار دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، له ترکیې پولې ته نژدې له جګړو نه په تېښته د لسګونو زرو سوري وګړو راغونډېدل 'بشري ناورین' رامنځ ته کوي. ترکي او نړیوال چارواکي وايي لرغوني حلب ښار ته څېرمه له جګړو شاوخوا ۴۰ زره سوري وګړي د ترکیې پولې ته تښتېدلي.

د سیپنې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ د سوریې شمالي حلب ښار کې د روسیې په ملاتړ د سوري حکومتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په اړه د امریکا اندېښنه په ډاګه کړې ده.

ارنسټ وايي، ښکاري چې په سوریه کې بشري ناورین په نژدې کېدو دی، ځکه هلته بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د سوریې حلب ښار کې د جګړې له سختېدو سره، زرګونه ولسي وګړي تښتېدلي او د ترکیې پولې ته څېرمه لنډمهالي پنډغالي ته یې پناه وړې ده.

ترکیه وايي، پولې ته یې لسګونه زره کسان د ورتګ په حالت کې دي.

د سوري حکومت ځواکونه د شمالي حلب ښار کلابند کولو هڅه کوي، چې هلته پر مخالفو وسله والو کړۍ ورتنګه کړي.

بریتانیا مېشتي د بشري حقونو د سازمان ویلي، د تېرې جمعې په ورځ رتیان ښار ته څېرمه له دواړو ښکېلو غاړو نژدې ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

نړیوال چارواکي وايي، پولې ته رسېدو سوري وګړو ته له سرحد نه د اوښتو اجازه نه شته، خو ترکیه وايي د دغو بې ځایه شویو وګړو لپاره یې د خوړو او استوګنځي د چمتو کولو اجرآت پیل کړي دي.

په تېرو څو ورځو کې، د سوریې حکومتي ځواکونه د روسي هوايي بریدونو په ملاتړ حلب ښار ته نژدې شوي دي.

د انځور حقوق Getty

وړاندې، ناټو پر روسیې تور پورې کړی، چې سوریه ک د سولې هڅو مخه نیسي.

د ناټو سرمنشي ینس شوتولتنبرګ ویلي، د روسیې هوايي بریدونه تر ډېره د مخالفو وسله والو ډلې په نښه کوي، چې دا کار یې سیاسي حل ته د رسېدو هڅو ته زیان اړوي.

د ملګرو ملتونو د شمېروله مخې، نژدې ۲۰ زره سوري وګړي له باب السلام سرحدي لارې سره راغونډ شوي دي.

د انځور حقوق AFP

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې لنیدا توم فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي: ''مرستندویه ټولنو د کډوالو اړتیاوې په پام کې نیولې دي، خو روانه پوځي شخړې د هغوی سیمو ته رسېدل ډېر ګران کړي دي''.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ویلي، ۱۵ زره کسان سرحد ته رسېدلي، خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، حلب ته څېرمه له روانو جګړو د تښتېدلو شمېر ۴۰ زرو کسانو ته رسېدلی.

فرانس پرېس د رامي عبدالرحمن له خولې ویلي ''زرګونه وګړي، چې ډېری پکې ښځې او ماشومان دي، ترکیې ته د اوښتو فرصت ته په انتظار دي''.

داود اوغلو په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي، ترکیه به دغه کسان ''بې خوړو او بې سرپناه'' پاتې نه شي، خو دا یې ونه ویل، چې دوی ته به ترکیې ته د ننوتلو اجازه ورکړي او که نه.

د انځور حقوق AFP

حلب ښار له ۲۰۱۲ کال راهیسې پر دوو برخو وېشل شوی، پر یوه یې وسله وال مخالفان واکمن دي او بله برخه یې له حکومت سره ده.

سوریه کې له جګړې پیلېدو وړاندې، حلب ښار د سوریې تر ټولو سوداګریز مرکز و، چې نژدې دوه میلیونه کسان پکې اوسېدل.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب