اروپايي اتحادیه: ترکیه دې پر پوله شته سوریایانو ته پناه ورکړي

د انځور حقوق AP
Image caption د سوریې کډوال له دوو تېرو ورځو راهیسې د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې په سیمه کې یو ځای کېږي

د اروپايي اتحادیې مشرانو له ترکیې غوښتي، د سوریې په حلب کې د وروستۍ جګړې له کبله نژدې ۳۵ زره بې ځایه شویو کسانو ته پناه ورکړي.

د سوریې تر ټولو لوی ښار حلب په شاوخوا کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جګړه توده شوې او حکومتي ځواکونو د یاغیانو دغه مهم مرکز محاصره سختوي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله، چې مرکز یې لندن کې دی وايي، د جمعې په ورځ رتیان سیمه کې د جګړې پر مهال د دواړو لوریو نژدې ۱۲۰ وسله وال وژل شوي دي.

د سوریې کډوال له دوو تېرو ورځو راهیسې د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې په سیمه کې یو ځای کېږي.

د اروپايي اتحادیې بهرنیو چارو مشرې فدریکا موګیرني په خبره دوی باید پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي او وايي د ا د قانوني پر ځای اخلاقي موضوع ده.

ترکي چارواکي وايي کډوالو ته د پولې په سیمه کې خواړه او اوبه ورکول کېږي او ځکه وايي دې ته اړتیا نه شته، چې دوی له پولې تېر شي.

که څه هم ترکیه کې چارواکي وايي چمتو دي، چې له سوري کډوالو سره مرسته وکړي، خو رپوټونو کې ویل شوي، چې ترکیې له دغه هېواد سره پوله تړلې ده.

له تېرو څو وروځو راهیسې حلب سیمې کې د روسیې هوايي بمباري پر مټ حکومتي ځواکونو د یاغیانو خلاف یو شمېر بریاوې تر لاسه کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption ترکي چارواکي وايي کډوالو ته د پولې په سیمه کې خواړه او اوبه ورکول کېږي

د جمعې په ورځ د سوریې دولتي ټلویزیون وویل، چې حکومتي ځواکونه توانیدلي د حلب شمال کې د رتیان له کلي مخالف وسله وال وشړي او وايي دې سره اوس رتیان کلی د حکومتي ځواکونو په کنترول کې دی.

له ترکیې نه د بي بي سي خبریال مارک لوون وايي، د جمعې په ورځ له حلب نه د ترکیې پر لور تلونکو کسانو د جمعې شپه د ترکیې پولې ته څېرمه سیمه کې په یو موقت پنډغالي کې تېره کړه، خو وايي ترکیې د تګ راتګ مرکزي لاره تړلې ده.

زموږ خبریال وايي د سوریې جګړې له پیله راهیسې ترکیې نژدې دوه میلیونو سوریایانو ته پناه ورکړې او وايي دا ګرانه ده، چې معلومه شي ترکي به له حلب نه ورتلونکو کسانو ته پناه ورکړي که نه.

د بشري حقونو نړیوال سازمانونه له ترکیې غواړي، چې د سوري کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي بل لور ته ترکيه د یو شمېر اروپايي هېوادونو له سفارتي فشار سره مخامخ دی، چې وايي دوی نورو سوري کډوالو ته پناه نه شي ورکولای او وايي ترکیه هم باید احتیاط وکړي.

له حلب نه د ګڼ شمېر کسانو کډوالي په لړ کې ترکیې پر روسیې نیوکه کړې، چې وايي د دوی د بمبارۍ له کبله خلک له سیمې تېښتې ته اړ شوي دي.

بل لور ته د ناټو عمومي منشي ویلي سوریې کې د روسیې هوايي بریدونه د روانې جګړې سیاسي حل موندلو هڅو ته زیان اړوی.