يونان ته پر لاره اوبو کې "۳۳ " کډوال مړه شوي دي

د انځور حقوق AP
Image caption د کډوالو د نړيوالې ادارې په وينا روان کال د فبرورۍ تر پنځمې نېټې پورې لږ ترلږه ۳۷۴ کسانو اروپا ته پر لاره اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ترکيې رسنيو د دغه هېواد په سمندر کې د شاوخوا ۳۳ کډوالو د ډوبېدو خبر ور کړی دی.

ويل شوي، د دغو کډوالو کښتۍ يونان ته پر لاره وې چې د ترکیې اوبو کې ډوبې شوې.

د ترکيې خبري رسنيو خبر ورکړی چې له دغو کسانو ۲۲ يې د یونان د لسبوس له ټاپو سره نژدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوغان خبري رسنۍ وايي، ۱۱ نور کسان په جلا پېښه کې د ترکيې جنوب کې د ديکيلي ښار سره نژدې ډوب شوي دي.

د کډوالو د نړيوالې ادارې په وينا د روان کال د فبرورۍ تر پنځمې نېټې پورې لږ ترلږه ۳۷۴ کسانو اروپا ته پر لاره اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تېر کال په لوی شمېر کډوال د ترکيې له لارې يونان ته اوښتي او دا د کډوالو لپاره يوه تر ټولو بوخته لار وه.

ويل کېږي تر اوسه د دغو مړو شويو کسانو تابعيت نه دی معلوم، خو هغه کسان چې د دې سفر خطر پر ځان مني د سوريې، افغانستان او عراق له جګړو راوتلي دي.

د کډوالو نړيوالې ادارې په وينا د توپانې هوا او بارانونو سربېره روان کال نژدې ۶۹ زره کډوال يونان ته اوښتي دي.

ورته مطالب