په هندوستان کې د "هندوانو د خداى پر ضد قانوني دعوا"

يو هندي حقوقپوه چندن کمارسېنګ په دې وروستیو کې ډېر هندیان هغه وخت حيران کړل چې غوښتل ېې د هندوانو د مشهوره خدای "رام" پر ضد محکمې ته شکایت وکړي.

ښاغلي سېنګ بي بي سي ته وویل ځکه يې دا کار کړی چې ده احساس کاوه "د هندوانو خداې رام خپلې مېرمنې، سیتا، سره انصاف نه دی کړی"، او ده غوښتل چې د هند د ختیځ ایالت، بېهار، یوه محکمه "دا حقیقت ومني".

خو محکمې د ده استدلال قبول نه کړ او تېره اوونۍ ېې دا غوښتنه رد کړه، او ويې ویل چې دا یوه "عملي قضیه نه ده".

د دې برسېره، د ښاغلي سېنګ یو شمېر همکارانو پر ده باندې تور ولګاوه چې "د شهرت په لټه کې دی"، او له هغو څخه یو تن هم پر ښاغلي سېنګ باندې د افترا یا تهمت تور ولګاوه او محکمې ته يې شکایت وکړ.

رام، د راماین په نامه سانسکریټ ژبه د هندوانو د سپڅلي کتاب چې ۲۴،۰۰۰ بېتونه لري، اتل دی.

په هندوستان او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ميلونونو هندوان د هغه درناوی کوي.

د ښځو سپکاوی

خو ښاغلی سېنګ دا نیوکې نه مني او په ټینګه باور لري چې قضیه ېې د اعتبار وړ ده.

هغه د خپل استدلال د ملاتړ لپاره د یوه دیني متن یادونه کوي.

ښاغلي سېنګ بي بي سي ته وویل "ټولو ته معلومه ده، کله چې رام د شيطاني پاچا،راون، له منګلو څخه سیتا وژغورله، له سیتا يې وغوښتل چې خپل سوچه توب او پاکوالی ثابت کړي. هغه پر سیتا باندې باور نۀ درلود،"

"سیتا سره د رام دا رویه ښيي چې حتی په لرغونو زمانو کې هم د ښځو درناوی نه کېده. زه پوهېږم چې دا قضیه ښايي د ډېرو له نظره د خندا وړ وبرېښي، خو موږ باید د خپل لرغوني مذهبي تاریخ پر دې برخې باندې بحث وکړو. زه به بیا محکمې ته خپله دعوا وړاندې کوم ځکه زه باور لرم چې هندیان باید دا ومني چې رام له سیتا سره ښه رویه نه وه کړې".

ښاغلي سېنګ دا تورونه هم ردکړل چې وايي دی يوازې د شهرت په لټه کې دی.

Image caption حقوقپوه چندن کمار سېنګ په هند کې د ښځو لپاره مساوي حقونه غواړي (تصویر د همیندرا کمارسېنګ)

هغه وویل "ما ځکه دا قضیه محکمې ته وړاندې کړه چې موږ په اوسني هندوستان کې ښځو ته د درناوي په اړه نشو غږېداس کله چې پوهېږو زموږ د تر ټولو ډېر درناوي وړ خدایانو څخه یو خپلې ښځې سره د درناوي رویه نه وه کړې"

خو هغه دا مني چې غبرګونونه دد ه لپاره د حېرانتیا وړ وه.

هغه وویل "ما دا انتظار درلود چې ځينې اعتراضونه به وشي خو دا وړاندوينه مې نه کوله چې خپل همکاران به مې پر ضد راپورته شي. ما یواځې د عدالت خبره کوله او د هیچا د مذهبي احساساتو د زیانمن کولو اراده مې نه درلوده،"

"آیا د ښځو لپاره د عدالت غوښتل غلط کار دی؟ که محکمې زما عریضه منلې وای، یو ښه پيغام به ېې درلوده چې ښځو ته درناوی کول د هندیانو لپاره مهم دی".

خو د ده همکاران دا دلیل نه مني.

احساساتو ته زیان رسول

حقوقپوه رنجن کمارسېنګ بي بي سي ته وویل چې دغې عریضې "هندوانو ته سپکاوی کړی".

هغه وویل "ده پخوا هم د شهرت تر لاسه کولو لپاره دغسې عریضې کړې دي. خو دا ځلي ېې له حده تېری کړی. هغه زموږ احساسات زیانمن کړي"

رنجن کمارسېنګ د خپل همکار پر ضد د افترا یا تهمت یوه قضیه وړاندې کړې.

Image caption سیتامارهي یو مشهوره معبد لري چې په ښارکې ېې ډیرخلک د خداې په توګه درناوی کوي.( تصویرد همیندرا کمارسنګ)

هغه بي بي سي ته وویل "موږ د حقوقپوهانو له شورا نه غوښتنه کړې چې د هغه د حقوق پوهنې د کار جوازنامه لغوه کړي. ټول حقوقپوهان د چندن پر ضد یو شوي، هغه باید یو سبق زده کړي".

رنجن کمارسېنګ زیاته کړه چې "زموږ له نظره رام او سیتا یو دي او د یوې جوړې په توګه ېې عبادت کوو، موږ په دې باور نه یو چې رام دې د سیتا سره بده رویه کړي وي".

خو چندن کمارسېنګ ټینګار کوي چې "د ده مبارزه د رام پرضد نه ده".

هغه وویل "زه هم د رام عبادت کوم. زه په عمل کې یو هندو یم. زه له هغوخلکو بښنه غواړم که ځورېدلي وي، خو پر دې حقیقت باندې هم سترګې نشم پټولای چې د سیتا درناوی نه و شوی".