د دمشق ښار چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د انځور حقوق Reuters

د سوريې د کورنيو چارو وزارت ويلي د دغه هېواد پلازمېنه دمشق کې د پوليسو مرکز سره نژدې د ځانمرګي بريد له امله يو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي دغه ځانمرګی بريدګر چې په موټر کې سپور و، د دمشق په شمال ختيځ کې د سبزيو يوه بازار ته هم ډېر زيان اړولی دی.

د فرانسې خبري اژانس په وينا دغه پېښه کې "نهه کسان وژل شوي دي".

ياد شوی اژانس د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې له خولي وايي، پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپيان شوي دي. د دوی په وينا په وژل شويو او ټپيانو کې پوليس هم شامل دي.

د څار دغه ډله وايي بريدګر پوځي يونيفورم اغوستی و، چې دا تاکتيک وړاندې هم "اسلامی دولت" ډلې له خوا کارول شوی دی.

ويل کېږي شونې ده چې په دغه پېښه کې د ټپيانو د نازک حالت له امله د وژلو شويو کسانو شمېر لوړ شي.

تېره مياشت د دمشق په جنوب کې د بي بي زينب زيارت سره نژدې څو چاودنې شوې وې، چې ۷۱ کسان په کې وژل شوي وو او پړه يې "اسلامی دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې وه.

په خواله رسنيو خپره شوې خبرپاڼه کې "اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه اوسنۍ چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده او وايي په بريد کې يې"۲۰ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپيان کړي دي".

د ملګرو ملتونو په وينا له ۲۰۱۱ کال راهيسې کله چې د سوريې جګړه پيل شوې تر اوسه په دغه هېواد کې له ۲۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب