د کیلا مولر وژنه کې د داعش د قومندان کونډه تورنه شوه

کیلا مولر د انځور حقوق Daily Courier Prescott AZ
Image caption آغلې مولر سوریې ته د مرستندویې په توګه تللې وه، چې په ۲۰۱۳ کال کې یرغمل شوه.

امریکايي چارواکي وايي، په عراق کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د یوه مخکیني قومندان د کونډې د نیولو امر شوی، ځکه چې د یوې امریکایۍ یرغمل شوې مېرمنې د وژلو په دسیسه کې تورنه ګڼل شوې ده.

کیلا مولر تېر کال هغه مهال وتښتول شوه، چې د سوریې حلب ښار کې یې کار کوه.

د امریکا لویې څارنوالۍ ویلي، ۲۵ کله نسرین اسد ابراهیم، چې په امّ سیاف مشهوره ده، آغلې مولر یې تر هغو په یرغمل کې ساتلې چې د ''اسلامي دولت'' ډلې مشر ابو بکر بغدادي تېري پرې وکړي.

د محکمې په اسنادو کې د نسرین مېړه ابو سیاف د ''اسلامي دولت'' ډلې د تېلو او ګازو د وزیر په توګه یاد شوی، چې په وینا یې مستقیماً به یې بغدادي ته رپوټونه ورکول.

د انځور حقوق family handout
Image caption د مولر کورنۍ وايي، د مولر په وژل کېدو یې زړونه مات شوي

ابو سیاف تېر کال د ځانګړوي امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. امّ سیاف هم په یادو عملیاتو کې ونیول شوه.

نوموړې د محاکمې لپاره عراقي چارواکو ته سپارل شوې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت پخپله یوه ویناپاڼه کې ویلي، د نسرین د محاکمه کېدو ملاتړ کوي، خو د کیلا مولر د نیلو کېدو او وژل کېدو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

آغلې مولر سوریې ته د مرستندویې په توګه تللې وه، چې په ۲۰۱۳ کال کې یرغمل شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مولر کورنۍ د هغې د وژل کېدو د خبر تر تایید وروسته د هغې یو کورنی انځور خپور کړ

ورته مطالب