د سومالیا ۵۰ زره ماشومان له وچکالۍ نه له 'مرګ سره مخامخ دي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د سومالیا په ګاونډي ایتیوپیا کې، د باران نه ورېدو له کبله تر ۱۰ میلیون ډېر وګړي خوراکي مرستو ته اړ دي.

ملګري ملتونه وايي په سومالیا کې د پرله پسې وچکالۍ له کبله تر ۵۰ زرو ډېر ماشومان د 'مرګ له ګواښ' سره مخامخ دي.

د دغه سازمان د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ اړوند وضعیت پر 'ناورین' بدلېدونکی دی.

سرچینه وايي، نژدې یو میلیون سومالیایان 'ایله خپل خوارکي توکي چمتو کولی شي'.

په سومالیا کې د وچکالۍ یو لامل د افریقا پر ختیځ او سوېل د 'نینو' د هوا خپور شوی حالت دی.

په افریقا کې د وچکالۍ له کبله تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه پونټلانډ او سومالیا دي.

ګڼو هغو کسانو چې د وچکالۍ له کبله له لوږې سره مخامخ شوي وو، خپلې مېنې پرېښې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روانې لسیزې لومړیو کې سومالیا کې نژدې ۲۶۰ زره ماشومان د وچکالۍ له کبله مړه شوي

نژدې ۴٫۷ میلیون کسان، چې د سیمې نژدې ۴۰ سلنه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

په سومالیا کې د بشري مرستو همغږي کوونکی پیټء دی کلیرک وايي، وچکالي په ډېرېدو ده ''خو ګڼ کسان له ناوریني حالت سره مخامخ دي''.

د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناوړه وضعیت په اړه، دي کلیرک وویل، که چېرې د ۵۸ زره او ۳۰۰ ماشومانو پروخت درملنه ونه شي او غم یې ونه خوړل شي، نو دوی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دي کلیرک ژر ددغو ماشومانو د همکارۍ لپاره د مالي مرستو د ملاتړ غږ کړی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناوړه وضعیت په اړه، دي کلیرک وویل، که چېرې د ۵۸ زره او ۳۰۰ ماشومانو پروخت درملنه ونه شي او غم یې ونه خوړل شي، نو دوی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د سومالیا په ګاونډي ایتیوپیا کې، د باران نه ورېدو له کبله تر ۱۰ میلیون ډېر وګړي خوراکي مرستو ته اړ دي.

زیمبابوې هم د هېواد په ځینو وچکالۍ ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ورته مطالب