د مکسيکو زندان تاوتريخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د زندان چارواکي وايي، حالت اوس تر کنټرول لاندې دی او هېڅ کوم بندي نه دی تښتېدلی

چارواکي وايي د مکسيکو شمال په يو زندان کې د تاوتريخوالي او جګړو له امله لږ ترلږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

د نویو ليون ايالت والي جېمي روډريګيز وايي د ټوپو چېکو په زندان کې د دوو سيالو ډلو تر منځ شخړه کې ۱۲ کسان کې ټپيان شوي هم دي.

د زندان چارواکي وايي، حالت اوس تر کنټرول لاندې دی او هېڅ کوم بندي نه دی تښتېدلی.

په لوی شمېر خلک چې په زندان کې د خپلوانو په اړه اندېښمن دي د زندان مخې ته راغونډ شوي او لارې کوڅې يې بندې کړې دي.

يوه مېرمن وايي "زما لور د زندان په روغتيایي برخه کې کار کوي او زه غواړم معلومه کړم چې هغه څنګه ده".

دغه پېښه زندان ته د پاپ فرانسس له ليدنې څو ورځې وړاندې رامنځ ته شوې ده، دغه سيمه د مخدره مواد په اړه د تاوتريخوالي او شخړو له امله مشهوره ده.

په لومړنيو راپورونو کې راغلي وو، چې په پېښه کې تر ۶۰ پورې کسان وژل شوي، د زندانيانو کورنيو د څو ساعتونو لپاره تر هغه انتظار کاوه چې ښاغلي روډريګيز د وژل شويو کسانو شمېر اعلان کړ.

ده وويل د "زيټس د مخدره توکو سره تړلې ډله په دغه جګړه کې ښکېله وه".

نوموړي زياته کړه "په پېښه کې ټول وژل شوي کسان زندانيان وو او د پنځو ټپي شويو زندانيانو حالت نازک دی او په دغه پېښه کې وسله نه وه کارول شوې".

ورته مطالب