دکډوالو کړکېچ: ناټو به د انساني قاچاق وړونکو مخنيوي کې مرسته کوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د ناټو سرمنشي وايي ددې ماموريت مسوليت به د " کډوالو د بيړيو ودرول او ستنول نه وي".

په ترکيې نه يونان ته د انساني قاچاق وړونکو د مخنيوي لپاره ناټو د ايجه سمندرگي ته خپلې بيړۍ استوي.

دناټو سرمنشي ،يانس سټولنبرگ، دا اعلان برسلز کې د دفاع وزيرانو غونډې کې د ترکيې، جرمني او يونان له غوښتنې وروسته کړى دى.خو ښاغلي سټولنبرگ وويل چې ددې ماموريت مسوليت به د " کډوالو د بيړيو ودرول او ستنول نه وي".

ده وويل چې ناټو به د اړينو معلوماتو او څارنې په برخه کې مرسته کوي چې په دې ډول د انساني قاچاق مخنيوى وشي.

د ناټو سرمنشي وويل دا پرېکړه دې لپاره شوې ده چې ترکيه او يونان " دتېر په پرتله د بشري ناورين مخنيوي په سمه توگه وکړي".

ددې ماموريت مشري به د المان په غاړه وي، او د يونان اوترکيې ساحلي ساتونکو په همکارۍ به پرمخ وړل کېږي.

د ملگرو ملتو د کډوالو اداره وايي چې په روان کال کې له وړاندې نزدې ٧٥٠٠٠ زره کډوال يونان ته رسېدلي دي.

بلخوا دوه انساني قاچاق وړونکي په ترکيې کې د الن کردي او د څلورو نورو کسانو د مړينې په لړ کې محاکمې سره مخامخ دي. الن کردي د سوريې هغه درې کالن کډوال و چې د يونان په ساحل، مړ حالت کې اخيستل شوي عکس يې دکډوالو کړکيچ ته د نړيوالو پام راوگرځولو.

د کډوالو نړيوال سازمان وايي روان کال کې تر دې دمه ٤٠٩ کسان د مدترانې له سمندرگي د تېرېدو هڅې کې مړه شويدي.