بشار الاسد: ټوله سوريه به له ياغيانو نيسو

د انځور حقوق AFP

د فرانسې خبري اژانس اى ايف پي سره يوې کمسارې مرکې کې ښاغلي اسد وويل دده پرضد راپورته شوو ډلو ته ماتې ورکول به څه وخت اخلي، ځکه چې دده په ټکو سيمه ايز قدرتونه په کړکېچ کې ښکېل دي.

ښاغلي اسد په داسې وخت کې داخبره کړې ده چې د سوريې په اړه نړيوالې کاري ډلې ويلي هلته به يوې اونۍ کې اوربند عملي کېږي.

ملگري ملتونه وايي هيله لري چې راتلونکو ٢٤ ساعتو کې به څو کلابندو ښارونو ته مرستې رسول پيل کړي.

ولسمشر اسد وويل د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو زياته يې کړه خبرې کول دا معنى نلري چې " مونږ د ترورزم پرضد جگړه بنده کړو".

د تېرو پنځو کالو په جگړې کې له دوه نيم لکو زيات کسان وژل شوي او ١١ ميلونه بې کوره شويدي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د تېرو پنځو کالو په جگړې کې له دوه نيم لکو زيات کسان وژل شوي او ١١ ميلونه بې کوره شويدي.

ښاغلي اسد د ملگرو ملتو دا تور رد کړ چې گوا حکومت يې جنگي جنايتونه ترسره کړي دي . ددې مياشتې په پيل کې د د بشري حقونو په اړه د ملگرو ملتو پلټونکي ويلي و چې " د سوريې حکومت د بنديانو د له منځه وړلو تگلاره پرمخ وړي".

خو ښاغلي اسد وويل " دا تورونه سياسي انگېزه لري او پلټونکو دې لړ کې هيڅ ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

ده وويل چې د کړکېچ له پيله يې " په خبرو او سياسي هڅو بشپړ باور درلود، خودا ددې معنى نلري چې کله مونږ خبرو ته کښېنو د ترورزم پرضد به نه جنگيږو، دا دواړه بايد سوريه کې خوا په خوا لاړ شي".

ده اى ايف پي ته داهم وويل " ددې خطر شته چې سعودي عرب او ترکيه به په پوځي توگه سوريه کې راگډيږي".