برېنن: ''اسلامي دولت'' ډله د کیمیاوي وسلو د تولید توان لري

برېنن د انځور حقوق AP
Image caption برېنن وايي، ''اسلامي دولت'' ډله د کیمیاوي وسلو تولیدولو توان لري

د امریکا مرکزي استخباراتو سازمان 'سي آی اې' مشر جان برېنن ویلي، ''اسلامي دولت'' نومې ډلې په جګړه کې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

برېنن 'سي بي اېس' خبري آژانس ته ویلي ''ګڼې داسې پېښې مو ثبت کړې دي، چې دغې ډلې پکې د جګړې په ډګر کې کیمیاوي توکي کارولي''.

سرچینه وايي، برېنن دا هم ویلي، چې سي آی اې باور لري چې ''اسلامي دولت'' ډله د کلور ګاز تولیدولو توان لري.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي ''داسې رپوټونه شته چې ګني دا ډله د کیمیاوي وسلو د تولید لپاره لازم توکي او لومړني مواد ترلاسه کوي''.

برېنن خبرداری ورکړی چې امکان لري ''اسلامي دولت'' ډله دغه وسلې لوېدیځ ته د پیسو ترلاسه کولو په موخه صادرې کړي چې په وینا یې ''دا احتمال هم شته، نو مهمه دا ده چې د دوی د لېږد او قاچاق لارې وتړلې شي''.

برېنن وايي، د ''اسلامي دولت'' ډلې د کیمیاوي وسلو د زېرمو او آزمېښتځایونو د څرک معلومولو په موخه د امریکا د استخباراتو هڅه د ده چې په پوره فعالیت سره هغه ویجاړ کړي او په سوریه او عراق کې د دوی په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي.

ورته مطالب