الشباب د سوماليې پر الوتکې د بريد پړه منلې

د انځور حقوق Harun Maruf
Image caption الشباب وايي بريد يې د لوېديځ له خوا په سوماليا کې د استخباراتي عملياتو د غچ اخيستو په بدل کې کړی

سوماليا کې د الشباب اورپکې ډله وايي چې تېره مياشت پر هغه الوتکه چې لوی سوری په کې جوړ شوی و، دوی بريد ترسره کړې و.

خبري رسنيو ته په يوه لېږل شوي برېښناليک کې الشباب ډلې ويلي، "دغه بريد يې د لوېديځ له خوا په سوماليا کې د استخباراتي عملياتو د غچ اخيستو په بدل کې کړی دی".

تېره مياشت د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې د ملکي هوايي چلن يوې الوتکې هغه مهال بېړنۍ ناستې کړې وه، چې د الوت پر مهال په کې يو لوی سوری جوړ شوی و.

چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې وه چې الوتکه له موګاديشو څخه الوتلې او شاوخوا ۱۱ زره فوټه په هوا کې پورته شوې وه.

ويل کېږي يو کس چې کېدای شي بريدګر به و له الوتکې بهر غورځېدلی و.

دغه الوتکه د دالو هوايي شرکت وه چې جيبوتي ته روانه او ۷۴ کسان په کې سپاره وو.

د ترکیې هوايي شرکت ویلي د يادې شوې الوتکې ډېری مساپرو د ترکيې هوايي شرکت الوتکې ټګټونه اخيستې وو خو له الوت څو ساعته وړاندې د خرابي هوا له امله لغوه شوې وه.

د الشباب ډلې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د ترکیې هوایي شرکت الوتکه په نښه کړې و، ځکه چې ناټو په سوماليا کې د لوېديځ د عملياتو ملاتړ کوي او ترکيه يې غړې ده.

دغې ډلې منلي چې د الوتکې په پرځېدو کې "نه دي کامياب شوي".

الشباب ډله په ۲۰۱۱ کال کې له پلازمېنې موګاديشو څخه شړل شوې وه، خو تراوسه هم د سوماليې په جنوبي برخو کې شته او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې بريدونه کوي.

ورته مطالب