د سوريې جګړه: "روسيه بايد پر ولسي وګړو بريدونه ودروي"

د انځور حقوق AP

د فرانسې لومړي وزير منيول والس پر روسیې غږ کړی چې د سوريې هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو په نښه کول ودروي.

په دې اړه د نوموړي سيال د روسيې ديمتري ميدوف ويلي، "د دي سربېره چي هرڅوک موږ تورنوي، هېڅ اسناد نه شته چې موږ پر ولسي وګړو بريدونه کوو"

ښاغلي ميدوف دا هم وویل چې د روسيې او لوېديځ تر منځ کړکېچ نړۍ د سړې جګړې لور ته بيايي.

بل خوا تېره مياشت په بريتانيا کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو چې د روسيې هوايي بريدونو کې لږ ترلږه ۱۰۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سوريې د ولسمشر بشار اسد ملګرې روسيه د ولسي وګړو په نښه کولو غندي او په وينا يې په ترهګرو هوايي بريدونه کوي.

ښاغلي والس ويلي هېواد يې روسيې او د هغوی ګټو ته احترام لري خو وايي چې د سولي د خبرو بيا پيلولو لپاره روسيه بايد د ولسي وګړو وژل او په نښه کول بند کړي.

د فرانسي لومړي وزير والس دغه خبرې په مونيخ کې د امنيت په اړه کنفرانس کې څو ورځې له هغه وروسته کړې دي چې د نړۍ ځواکمن مشران په سوريه کې د جګړې د درولو لپاره پرېکړې ته رسېدلي وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هم په دغه کنفرانس کې ويلي چې روسيه بايد د سوريې د اوربند مراعاتولو لپاره هلته هوايي بريدونه پای ته ورسوي او تړون ته ژمن پاتې شي.

ښاغلي جان کېري ويلي په سوريه کې د روسانو هوایي بريدونه د حکومت مخالفې ډلې او ولسي وګړي په نښه کوي.

د سوريې نژدې پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوی، شاوخوا ۱۱ ميليونه نور د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ ايستل شوي او پنځه ميليونه نور د خبل هېواد څخه مهاجر شوي دي.

بل خوا د شنبې په ورځ (۱۳ فبروري) د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود تشاويش اوغلو ويلي چې سعودي به خپلې جنګي الوتکې د ترکيې د انجرليک هوايي اډې ته واستوي چې له هغه ځای به په سوريه کې پر "اسلامي دولت" نومې ډلې بريدونه کوي.

سعودي عربستان له واړاندې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد د کډ ايتلاف غړی دی.

ښاغلي تاشويش اوغلو دا هم وویل چې شونې ده د ترکيې او سعودي ځواکونه به د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې ځمکنيو عملياتو کې برخه والي. امريکا تر اوسه سوريه کې ځمکني عمليات رد کړي دي.

ورته مطالب