امریکا پاکستان ته اته F16 الوتکې ورکوي

ایف ۱۶ جنګي الوتکې په هر ډول هوا او شپه کې فعالیت کولی شي د انځور حقوق AFP
Image caption ایف ۱۶ جنګي الوتکې په هر ډول هوا او شپه کې فعالیت کولی شي

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، پاکستان ته یې د ۶۹۹ میلیون ډالرو په ارزښت د اتو ایف شپاړس جنګي الوتکو ورکولو معامله لاسلیک کړې ده، چې روزنه، رادار او نور څیزونه به هم ورسره وي.

د امریکا د همکارۍ، امنیت او دفاع اژانس – چې بهرنیانو ته د وسلو د خرڅلاو همغږي رامنځ ته کوي- ویلي کانګرس ته ددغې معاملې په اړه خبر ورکړل شوی.

سرچینه وايي ''په دې معامله کې په سوېلي آسیا کې د امریکا د یوه ملګري د امنیت په خوندي کولو کې د امریکا د بهرنیو چارو سیاسي هدف او د ملي امنیت موخې ترلاسه کېدای شي''.

دا هم ویل شوي چې ''ددغې معاملې هدف دا و چې پاکستان وکړای شي امنیتي ګواښونه ختم کړي. ایف شپاړس جنګي الوتکې د پاکستان د هوايي پوځ په چوکاټ کې په هر ډول هوا او شپه کې فعالیت کولی شي، همداشان پاکستان له دې الوتکو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ګټه اخیستی شي''.

خو هند ددغې معاملې په اړه نهیلي ښودلې ده. په نوي ډيلي کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ ویلي ''موږ د اوباما د ادارې له خوا ددغې معاملې په اړه نهیلي شوو، چې پاکستان ته یې ایف شپاړس الوتکې ورکړې دي. موږ د امریکا له هغه وړاندیز سره مخالف یو چې وايي د دا ډول وسلو خرڅلاو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګټه لري''.

د انځور حقوق Twitter

دی وايي، هند هوډ لري چې په نوي ډیلي کې د امریکا سفیر د یادې معاملې په تړاو د توضیحاتو لپاره ''وروغواړي''.

خو امریکا وايي، پاکستان ته د وسلو ورکول به په سیمه کې مهم پوځي انډول بدل نه کړي.

ورته مطالب